د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حملې د بین ‌الافغاني خبرو پر پیلېدو منفي اغېز کوي: عبدالله


عبدالله عبدالله

د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا ریس له طالبانو سره د سولې خبرو ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې‌ویل، په وروستیو کې طالبانو حملې زیاتې کړې دي چې دا به د بین‌الافغاني خبرو پر پیل منفي اغېز وکړي.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې له کابله په امریکا کې یوه ویډیو کنفرانس ته کړې.

بل لور ته د جون پر ۲۴مه د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا طالبان له نېږدې څاري، څو هغه ژمنې پر ځای کړي چې د سولې د تړون پر مهال‌یې کړې دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ریس وایي چې ولس د طالبانو وروستیو شخړو ته اندېښمن دی او دې بریدونو د سولې خبرو پيلېدل سخته کړي دي.

د امریکا د سولې انسټټیوټ له لوري، له طالبانو سره د مذاکراتو ګواښونه او فرصتونه په نوم په چارشنبه انلاین غونډه جوړه شوې وه، دې غونډې ته عبدالله عبدالله وویل چې د طالبانو له لوري د بریدونو زیاتېدل هغه اعتماد ټکنی کوي چې د خبرو د پيلېدو په خاطر اړتیا ورته شته.

هغه زیاته کړه: "که چېرته د شخړو اوسنۍ کچه ادامه پيدا کړي دا به د خبرو د پیلامې لپاره ښه چاپېریال نه ‌وي، کله چې موږ د خبرو د پيلېدو لپاره وار له مخه شرط نه‌ لرو، دا بل لوري هم باید دې ته وګوري، که موږ غواړو چې دا ستونزه د تل لپاره حل شي او سوله‌ییز حل ته رسېدل غواړو، نو موږ ټول دې ته ضرورت لرو چې ګامونه واخلو."

د افغانستان ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي"وسله‌ والو طالبانو تېره اوونۍ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ ترهګري فعالیتونه کړي چې په نتیجه کې یې ۲۹۱ افغان سرتېري وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي دي. د ملي امنیت شورا په وینا د دې شخړو په ترڅ کې ۱۴۷ ملکیانو ته هم مرګ ‌ژوبله اوښتې ده."

عبدالله عبدالله وویل چې د شخړو زیاتېدل سیاسي چاپېریال اغېزمنوي.

نوموړي زیاته کړه چې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو شرط د پنځه زره زندانیانو د خوشې کېدو دی چې له دې ډلې ۷۵ فیصده خوشې شوي او طالبانو هم د حکومت څو سوه بندیان ازاد کړي دي.

د قطر د سولې موافقې له مخې چې د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکایانو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، افغان حکومت باید د طالبانو نېږدې پنځه زره زندانیان ازاد کړي او طالبان نږدې زر حکومتي بندیان خوشې کړي.

د طالبانو تخنیکي ټیم چې د زندانیانو د تبادلې بهیر څارې له څو اوونیو راهیسې په کابل کې دی.

په قطر کې د هوکړې لاسلیک
په قطر کې د هوکړې لاسلیک

بل لور ته د جون پر ۲۴مه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په ارتباط د ۲۰۱۹ز کال کلنی راپور خپور کړ.

په دې راپور کې راغلي چې تېر کال طالبانو او د دوی مربوطې حقاني شبکې په ملکي افغانانو، حکومتي چارواکو او د نړیوالې ټولنې پر غړو بریدونه زیات کړل او په همدې کال امریکا هڅه وکړه چې له طالبانو سره د سولې داسې تړون وکړي چې دا ډله د نړیوالو ترهګرو ډلو پر ضد لاس په کار شي.

د دې راپور د خپرېدو په مناسبت په واشنګټن کې خبریالانو ته د امریکا بهرنیو چارو په وزارت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د برخې همغږه کوونکی نیتین سېلس وویل:

"زموږ دریځ له تاسو، د امریکا له خلکو او نه هم له طالبانو پټ دی، موږ له طالبانو دا تمه لرو چې دوی پر هغو ژمنو چې کړې یې دي عمل وکړي، د دې په شمول چې له هرې ترهګرې ډلې سره چې په افغانستان کې فعالیت کوي او ښایي امریکا تهدید کړي، رابطه قطع کړي. موږ طالبان له ډېر نېږدې څارو چې ډاډه شو چې له تړون سره سم په خپلو ژمنو عمل وکړي."

تېر کال چې کله د سپټمبر په میاشت کې طالبانو په کابل کې ځانمرګی برید وکړ امریکا د سولې خبرې وځڼدولې بیا په ډېسېمبر کې وروسته تر دې بېرته پیل شو چې طالبانو یو امریکایی او یو استرالیایی چې برمته نیولي وو، خوشې کړل او افغان حکومت او طالبانو د یوه بل د زندانیانو د خوشې کېدو هڅې پیل کړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG