د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ته د کام ایر الوتکې پروازونه بیا پيلیږي


د کام ایېر هوايي شرکت الوتکه خوست کې د کوزېدو وروسته

د خوست چارواکي وايي، ولایت ته یې له څلور میاشتني ځنډ وروسته راتلونکې اونۍ د کام ایر خصوصي هوايي شرکت پروازونه بیا پیلیږي.

د خوست والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، یادې الوتنې چې د کرونا ویروس د لیږد د مخنیوي په خاطر ځنډیدلې وې، د ځايي خلکو او ولایتي ادارې د غوښتنو پر اساس به راتلونکې اونۍ پیل شي.

بلخوا د خوست اوسیدونکو همیاد ولایت ته د هوايي پروازونو د بیا پیلیدو د پرېکړې هرکلی کړی او ویلې دي، چې پدې سره به دوی لپاره کابل ته په لږ وخت او خوندي توګهتګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي.

په لومړي ځل خوست هوايي ډګر ته د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۱۹مه الوتنې پیل شوې، چې له لږې مودې وروسته په افغانستان کې د کرونا ویروس د پيښو په پیدا کیدو سره یاد پروازونه وځنډول شول.

د خوست هوايي ډېر تر اوسه اساسي ترمینل نه لري، خو د جوړولو چارې يې روانې دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د چارواکو په وینا، د خوستجوړیدونکی ترمینل به د افغانستان تر ټولو لوی ترمینل وي، چې د ولایتي پروازونو سربیره به، دې هوايي ډګر ته نړیوالې الوتنې هم کیږي.

بلخوا د کابل-لوګر تر منځ د لويې لارې په اوږدو کې امنیتي انديښنو هم دې ولایت ته د ملکي الوتنو اړتیا ډېره کړې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG