په کابل، ننګرهار او پکتیا کې تر خونړیو بریدونو وروسته ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا افغان ځواکونو ته امر وکړ چې خپلې تورې له تیکې راوباسي او د طالبانو پر ضد جګړه توده کړي.
امریکا د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو مسئوله بللې او خبرداری یې ورکړی چې افغانان باید د سولې د ماتېدونکي بهیر په ګډوډولو د دې ډلې په دام کې رانه شي.
د افغانستان د پکتیا ولایت چارواکي وايي نن [د مې پر ۱۴مه] سهار ۸ او ۲۰ دقیقې د ګردیز ښار د لومړی امنیتي حوزې اړوند د ملي اردو د نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه د موټر بم چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې.
د خوست چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو لخوا په دې وروستیو کې ۲۰ کسان د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي، چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.
د مې پر ۱۲مه له مازدیګر وروسته د خوست لسګونو اوسېدونکو او ځوانانو په دې ورځ په کابل او ننګرهار کې په ولسي وګړو بریدونه وغندل.
غني د سې شنبې پر ورځ ولس ته په وینا کې طالبان او اسلامي دولت ډله د کابل او ننګرهار په بریدونو تورن کړل او ویې ویل چې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته
د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې په ننني ځانمرګي برید کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو کورنۍ او خپلوان وایي، وسله وال مخالفین په چاودنو او ځانمرګو بریدونو سره د خپلو مخاطبینو پر ځای له ملکي وګرو سره دښمني کوي.
د کابل په لویدیځ د دشت برچي په ملي ۱۰۰ بستریز روغتون د وسلهوالو په برید کې د یوه پولیس په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
افغان چارواکي وايي په ننګرهار کې ځانمرګی بريد او په کابل کې وسله واله حمله شوې ده.
له سیمې څخه یو شمېر راپورونه وايي چې وسلهوالو د روغتون په ودانۍ کې پر ولسي وګړو ډزې کړي
د افغانستان ملي امنیت ریاست او د کورنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي چې د داعش شر ضیاالحق د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ونیول شو.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د پېښې په اړه د ګډو څېړنو پيل او د پلټونکو ډلو مشخصول د دغو ټیلیفوني خبرو د بحث اجنډا وه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته