د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: موټر بم برید ۴ کسان وژلي دي


په پکتیا کې د موټر بم برید ځای
په پکتیا کې د موټر بم برید ځای

د افغانستان د پکتیا ولایت چارواکي وايي، چې نن[د مې پر ۱۴مه] سهار ۸ او۲۰دقیقې د ګردیز ښار د لومړی امنیتي حوزې اړوند د ملي اردو د نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه د موټر بم چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د مې پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، د لومړنیو مالوماتو له مخې په دې برید کې څلور کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۸ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي په وژل شوو کې يو نظامي تن او درې ملکي وګړي دی. همداراز په زخميانو کې ۱۹ ولسي وګي او ۹ نظاميان زخمي شوي دي.

په سوېل ختیځ زون کې د افغان پوځ د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر مسول ایمل مومند مشال راډيو ته وویل یوه برید کوونکي چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو ‌‌‌‌‌‌ډکه د «مازدا» موټر په وسیله د ملي پوځ تاسیسات په نښه کړي، موخې ته له رسېدو وړاندې افغان سرتېرو پېژندلی خو هغه د تاسیساتو له دیوال سره چاودنه کړې.

مومند وایي د پېښې له ځایه ټول مړي او ټپیان د پکتیا روغتون او د ۲۰۳ تندر قول اردو نظامي روغتون ته انتقال شوي.

خو د پکتیا د حوزوي روغتون مسولین بیا وایي، چې د نن پېښې له ځایه ورته یو نظامي مړي تر څنګ ۳۲ ټپیان ور وړل شوي، چې نهه یې نظامي او ۲۳ ملکي کسان دي.

وسله‌ والو طالبانو د دغې برید مسولیت منلی دی.

مخکې له دې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي "برید د لشکر طیبې او حقاني شبکې له لوري ترسره شوی او د کابل دشت برچي او ننګرهار د بریدونو د لړۍ بل برید دی."

د مې پر ۱۲مه په کابل کې پر یوه ۱۰۰ بستریزه روغتون باندې ډله ییز برید کې ۱۴ ملکیان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

همدارنګه په ننګرهار کې بیا د جنازې په مراسمو ځانمرګي برید وشو، چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول او ۶۸ نور ټپيان شول.

افغان ولسمشر اشرف غني د مې ۱۲مې تر حملو وروسته د وسله والو پر ضد د عملیاتو پیلولو امر کړی دی.

د کابل په بريد کې ۱۴ کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:58 0:00

نوموړي د سې شنبې (مې ۱۲) پر ورځ ولس ته په وینا کې طالبان او اسلامي دولت ډله د کابل او ننګرهار په بریدونو تورن کړل او ویې ویل چې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې له "دفاعي" دې "تعرضي حالت ته واوړي او د دښمنانو پر ضد دې عملیات پیل کړي."

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د مې ۱۲مې شپې مهال په یوه بیان کې بریدونه په "کلکه" وغندل.

په دواړو بریدونو کې د طالبانو له خوا د مسوولیت د ردولو په یادولو پر افغان حکومت او طالبانو ټینګار کړی چې د قانون منګولو ته د ککړو کسانو په سپارلو کې دې له یو بل سره همکاري وکړي.

د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا او طالبانو د سولې موافقه لاسلیک کړه چې موخه یې د وسله والې ډلې او حکومت ترمنځ د مستقیمو خبرو پیلول ول خو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو پر ژمنې سربېره بریدونه زیات کړي او د اسلامي دولت ډلې وسله والو هم د افغان امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو په نښه کولو ته دوام ورکړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG