د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي (سیګار) خبرداری ورکړی دی چې هغه هېواد ښايي د کورونا وایرس د وبا له وجې د روغتیايي ناورین ښکار شي.
د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره وايي، د کورونا وایرس له کبله د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو په افغانستان کې ۷ میلیونو ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي.
د افغانستان په پکتیا کې د افغان ځواکونو چارواکي وایي، تېره شپه ناوخته د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپي شوي دي.
له ننه ۴۲ کاله مخکې، د کودتا پر مهال د سردار محمد داوود خان له وژنې سره د هغه حکومت ړنګ شو. د افغانستان د خلق ډېموکراټیک ګوند نورمحمد ترهکی
د خوست ښاریان وايي، چې د روژې میاشتې په رارسیدو د خوراکي توکو او ترکاریو بیې تر دې لوړې شوي، چې ډېر خلک يې د پېریدلو توان نه لري.
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې، د سولې لپاره د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د لار هوارولو لپاره دې تاوتریخوالی کم کړي.
د افغانستان حکومت د روژې میاشتې له پیل سره ۵۵ نور طالب بندیان خوشې کړي دي.
د خوراک نړيوالې ادارې يا ډبليو اېف پي مشر ډېویډ بېسلې ویلي دوی ښايي په راتلونکو څو مياشتو کې د نړۍ په غريبو او جګړه ځپليو هېوادونه کې د خوړو د کمښت مسالې شاهدان واوسي.
د افغانستان حکومت د طالبانو لسګونه زندانیان د څو ولایتونو له زندانونو خوشې کړل.
نن[د اپرېل پر ۲۱مه ] د سهار ۱۰بجې د خوست والي پر موټر کاروان په موټر بم برید کې دوه پوځیان او ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، وسله وال طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو په خپلو حملو سره نېږدې هره ورځ، د واشنګټن او طالبانو له موافقې سرغړونه کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته