وړاندې هم ولسمشر غني د ۱،۵۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو حکم کړی و چې بيا يې تر زرو طالب بندیان خوشې کړل.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ریاست وايي که وسله وال طالبان د سولې په بهیر کې د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، حکومت نورو اقداماتو ته تیار دی.
په اسټرالیا کې پر انسانو د کورونا وایرس واکسین ازمویل شوی او تمه ده چې د واکسین موثروالي او خوندي استعمال په اړه ابتدايي نتیجې په جولای کې مخې ته راشي.
اشرف غني پر ټويټر ليکلي چې پومپيو ده او له ډاکټر عبدالله سره په ټيليفوني خبرو کې وويل چې امريکا به د تشدد کمولو او د بین الافغاني خبرو په کولو ټينګار وکړي.
چارواکي وايي، هره هفته به ۵۰۰ طالبان پرېږدي. د مې په ۲۴مه افغان ولسمشر فرمان ورکړ چې د سولې ښه نیت په ښودلو به ۲۰۰۰ نور طالبان خوشې کړي.
په خوست کې د کوچني اختر لمونځ کوونکیو د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند د اعلان هرکلۍ وکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په طالبانو غږ کړی چې له تشدده دې لاس واخلي. هغه نن (د مې په ۲۴مه) په کابل کې د اختر په مناسبت په وېنا کې وويل د طالبانو له خوا د اختر له ورځې شروع شوي درې ورځني بند هرکلی کوي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په اختر کې د افغان حکومت او طالبانو د اوربند هرکلی کړی او ویلي يې دي چې
د خوست اوسېدونکي او مدني فعالان په دې ولایت کې وروستیو امنیتي پېښو، هدفي وژنو او چادونو ډېریدو ته په انديښنه کې دي او غوښتنه کوي، چې امنیتي او کشفي ادارې دې، د دا ډول پېښو مخه ونیسي.
له تېرو څو ورځو راهیسې په جلال اباد ښار کې د ښاروالي او امنیتي ادارو له لوري د ښاري نظم د راوستو په موخه کمپاین پیل شوی.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر مشال راډیو ته وویل، یادو کسانو غوښتل، عیار شوي موټر سایکل بم ته د خلکو په ګڼ میشته سیمه کې چاودنه ورکړي، چې دوی پسې چاودلی دی.
په افغان سوله کې د امريکا ځانګړی استازی نن کابل ته رسېدلی چې پر طالبانو او افغان حکومت فشار راوړي چې د سولې درېدلې خبرې پيل کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته