د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په جنازه کې ځانمرګي برید ۲۶ تنه وژلي، ۶۸ ژوبل


د پېښې ټپیان او مړي روغتون ته د لېږدولو پرمهال
د پېښې ټپیان او مړي روغتون ته د لېږدولو پرمهال

نن له غرمې وړاندې نېږدې ۱۱بجې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان شېخ اکرم د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید وشو چې په دغه پېښه کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۶۸ تنه نور ټپیان شول.

د چارواکو په خبره، په وژل شویو کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبدالله لالاخان ملکزی او په ټپیانو کې د ولسي جرګې غړی نور اغا ملکزی شامل دي.

عبدالله ملکزی د نور اغا ملکزي زوی دی.

د ننګرهار د روغتیایي مسؤلینو په باور، د وروړل شویو ډېری ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د سرچینو په حواله، د جنازې په مراسمو کې په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د ننګرهار د خلکو د استازو په ګډون سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

اخوا د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، د افغانستان دښمنان هېڅ ارزښت نه پېژني او تل یې پر مسجدونو، جنازو او ملکي وګړو بریدونه کړي دي.

د ښاغلي میاخېل په خبره، افغان ځواکونه به ضرور د دې عمل انتقام اخلي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

هغه زیاته کړه: "متاسفانه چې د افغانستان د خلکو او وطن دښمنان هېڅ ارزښت ته قایل نه دي، دوی همېشه په جنازو، مساجدو او مکاتبو کې انفجارات کړي، همېشه یې زمونږ بې ګناه ولسي کسان وژلي دي او زمونږ دفاعي او امنیتي ځواکونه به دې ته متوجې وي او د دې ټول غچ به اخلي."

د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې په ننني ځانمرګي برید کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو کورنۍ او خپلوان وایي، د افغانستان جګړه د ناچارو او ملکي وګړو پر وړاندې ده.

دوی زیاتوي چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین په چاودنو او ځانمرګو بریدونو سره د خپلو مخالفینو پرځای له ولسي وګرو سره دښمني کوي.

دغه زیانمن وي کسان وایي، د جنازې په مراسمو باندې برید په هېڅ دین او مذهب کې ځای نه لري نو له دې کبله نه پوهېږي چې له داسې بریدونو د بریدګرو هدف څه کېدای شي.

د دوی له ډلې دوو تنو ازادي راډيو ته وویل، په جنازه کې راټول شوي کسان مسلمانان وو او پر مسلمانانو برید د اسلام پروړاندې یو دښمنانه کار دی.

د سیمې یو تن اوسېدونکي وویل: "د ماما زوی مې په کې شهید شوی، پولیس او نور ډېر خلک راغلي وو، ډېر یې ملکي بې ګناه خلک وو، ملکي وژنه خو په افغانستان کې عامه ده، هر وخت عام خلک وژل کېږي، ما خو ونه لیده چې چرته کوم لوی سړی یا یې خپلوان خو نه وژني، مهم خلک خو بې غمه ګرځي، که وژل کېږي عام غریب ملکي وګړي دي."

د سیمي یو بل اوسېدونکی وايي: "مونږ په لس مترۍ کې ترې ولاړ وو، یو دم درز شو، بیا په ځان پوه نه شو، ځوانان، مشران او سپین ږیري په کې شهیدان او ټپیان شول، بس دا خو د انسانانو عمل نه دی، په دې کې هېڅ انساني عمل نشته، په کافرو کې داسې څه نشته نو اسلام خو لا اسلام دی، جنازه وه او جنازه خو د مسلمانانو کېږي نه د کافرانو او د مسلمان په جنازه کې چې داسې کار وشي نو دا ډېر بد عمل دی."

تر اوسه لا هېڅ یوې وسله والې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی خو طالب ویاند په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG