د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو د جنوب ختیزې اسیا لپاره د داعش مشر 'نیولی'


د افغانستان ملي امنیت ریاست د جنوب ختیزې اسیا لپاره د داعش ډلې مشر ضیاالحق چې په شیخ ابو عمر خراساني مشهور دی، له نورو مهمو کسانو سره یوځای نیولی دی.

د افغانستان ملي امنیت ریاست او د کورنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې چې نن دوشنبه خپره شوه راغلي چې یاد کس د ملي امنیت او د پولیسو د ۲۲۲ ځانګړي قطعې په ګډو عملیاتو کې ونیول شو.

اعلامیه زیاتوي په دې عملیاتو کې د جنوبي اسیا لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مسول ابوعلي او د عامه اړیکو مسول صهیب هم نیول شوي دي.


د اعلامیې له مخې دا عملیات د ملي امنیت د استخباراتي معلوماتو او هم د داعش وسله والې ډلې د هغو نورو څلورو لوړ پوړو غړو د اعتراف په نتیجه کې شوي چې دا مهال د ملي امنیت په بند کې دي .

په اعلامیې کې د یادو عملیاتو ځای او وخت نه دی ښودل شوی خو زیاتوي چې دغه ځواکونه به په سیمه کې د ترهګرو ډلو د مشترکو شبکو او د هغو د مرکزونو په نښه کولو او تعقیب ته دوام ورکړي.

د افغاسنتان ملي امنیت ریاست تېره اوونۍ په کابل کې د سرکوتل او شکر درې ولسوالۍ کې د داعش او حقاني شبکې د ګډې هستې د له منځه وړلو خبر ورکړی و.

بلخوا د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د وروستیو چاودنو په تړاو یې ۱۲ مشکوک کسان نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن دوشنبه په یوه ویډیویې پیغام کې رسنیو ته ویلي چې دا کسان په تېرو دوو اونیو کې نیول شوي دي د نوموړي په خبره افغان کشفي ځواکونو د دې پلټنیزو عملیاتو په ترڅ کې د سړکغاړي څلور ماینونه پوچ کړي، څلویښت لاسي بمونه، دوه ځان وژونکي له خودکشه واسکټونو سره ترلاسه شوي دي.

خو ارین دا ونه ویل چې دا کسان یې په کومو سیمو کې نیولي دي.

په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر شمالي سیمو کې یې د مشکوکو کسانو لخوا د ماینونو چاودنې ډېرې شوي چې وروستۍ بیلګه یې نن دوشنبه د کابل په اولسمه ناحیه کې وه چې څلور پرله پسې د ماین چاودنې پکې وشوې.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامز وویل په دې پېښو کې د یوه ماشوم په ګډون ۴ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG