د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو ته خپل زور وښیئ: ولسمشر غني


ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشراشرف غني د هېواد له ملي دفاعي ځواکونو وغوښتل چې وسله والو طالبانو ته خپل زور او قوت وروښیي.

د روانې اوونۍ له درېوو خونړیو بریدونو وروسته دا دوهم ځل دی چې افغان ولسمشر طالبانو ته د جګړې د تودولو خبرداری ورکوي خو غني د مې پر ۱۴مه افغان کومانډو ځواک ته د وینا پر مهال د سولې لپاره د حکومت پر ژمنه هم ټینګار وکړ.

په کابل، ننګرهار او پکتیا کې د دې اوونۍ له خونړیو بریدونو وروسته چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا افغان ځواکونو ته امر وکړ چې خپلې تورې له تیکې راوباسي او د طالبانو پر ضد جګړه توده کړي.

هغه زیاته کړه: "نن بیا دې اړتیا ده چې خپل پټ ځواک یعنې خپله توره له تیکې راوباسئ، هغه ورځ ده چې د افغانستان دښمن د افغان کومانډو د ځانګړي ځواک قوت وویني."

د فبروري په پای کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې وروسته د لنډې مودې لپاره د افغانستان په جګړو کې کموالی راغی خو د دې موافقې له مخې د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د پروسې او د پسرلي له پیل سره سم طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

طالبانو د سې شنبې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه زیږنتون او د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د یوې جنازې پر مراسمو په بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي خو افغان حکومت د دواړو بریدونو پړه پر طالبانو واچوله او ولسمشر په همدې ورځ د فعال دفاعي حالت پای ته رسېدل اعلان کړل.

د مې پر ۱۴مه په ګردېز ښار کې پوځي محکمې او مستوفیت ته څېرمه موټربم بریدو وشو چې مسوولیت یې طالبانو ومانه.

طالبانو په یو بیان کې وویل چې دا برید یې د حکومت د اعلان په غبرګون کې کړې ده.

ولسمشر غني په خپلو پرونیو څرګندونو کې له یوې خوا طالبانو ته د سختو بریدونو خبرداری ورکړ او له بلې خوا یې یوځل بیا د سولې په برخه کې د حکومت پر ژمنه ټینګار وکړ.

هغه وویل: "زه له همدې ځایه ورته وایم چې دلته وګورئ دا ټول زمریان دي او دوی ټول چمتو دي چې د زمري په څېر موده دوه څیرې کړي خو زموږ هدف د سولې لپاره د شرایطو برابرول دي. موږ له سولې نه په شا کېږو او دا مو هدف دی."

ځینې څارونکي او له هغې ډلې د جرمني پلازمېنه برلین کې د پوهنتون استاد اسحق اتمر وايي، د جګړو وروستۍ څپې افغان حکومت دې ته اړ کړی دی چې د وسله والو ډلو پر ضد یرغلیز یا تهاجمي عملیات اعلان کړي.

اتمر سپارښتنه کوي چې حکومت دې دا ستونزه له خپلو نړیوالو متحدانو سره هم شریکه کړي.

اتمر زیاته کړه: "زه فکر کوم د افغان مشرتابه باید له خپلو ستراتیژیکو دوستانو، متحدانو او ناټو سره دا خبره واضحه کړي چې د دې حالت دوام ته نور چمتو نه یو."

اتمر وايي، سره له دې چې حکومت او طالبانو د دوحې له موافقې وروسته د بندیانو د تبادلې بهیر پیل کړ خو وروستي بریدونه ښيي چې طالبان له امریکا سره د سولې تړون ته ډېر ژمن نه دي.

که څه هم طالبانو د کابل د برید په غبرګون کې وویل چې دا برید داعش ډلې د افغان حکومت د استخباراتو په مرسته کړی خو په افغانستان کې د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستیال مشر حکمت ‌الله اعظمي د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، په هغو بریدونو کې چې مسوولیت یې داعش منلی دی هم د طالبانو د اړوندې حقاني شبکې سختدریځي لاس لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG