امریکا د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو مسئوله بللې او خبرداری یې ورکړی چې افغانان باید د سولې د ماتېدونکي بهیر په ګډوډولو د دې ډلې په دام کې رانه شي.
د افغانستان سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مې پر ۱۴مه پر ټویټر لیکلي، امریکا انګیري چې په کابل کې پر زیزنتون او په ښېوه کې پر جنازي د بریدونو تر شا داعش لاس لري.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې: " داعش-خراسان څانګې همداراز د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې یوه تړون مخالفت کوي، او هڅه کوي چې د عراق او سوریې په څير فرقوي جګړې راوپاروي."
د افغانستان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر خبرداری ورکړی چې: "د داعش دام ته د لویدلو او د سولې ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصت ګټه واخلي."
د خلیلزاد په وینا: "نورې پلمې نشته، افغانان، او نړۍ، تر دې د ښو مستحق دي."
خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې افغان ولسمشر اشرف غني د مې ۱۲مې تر حملو وروسته د وسله والو پر ضد د عملیاتو پیلولو امر کړی دی.
نوموړي د سې شنبې (مې ۱۲) پر ورځ ولس ته په وینا کې طالبان او اسلامي دولت ډله د کابل او ننګرهار په بریدونو تورن کړل او ویې ویل چې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې له "دفاعي" دې "تعرضي حالت ته واوړي او د دښمنانو پر ضد دې عملیات پیل کړي."
د کابل پر زېږنتون په وسله وال برید کې د ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان او د ننګرهار په ښېوې کې پر جنازې په ځانمرګي برید کې ۲۶ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول.
وسله والو طالبانو د کابل کې پر یو روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو خونړیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو د افغان حکومتي ځواکونو پر ضد یې د یو شمير بریدونو مسولیت منلی دی.
وسله والو طالبانو د افغانستان د ننه او له بهره د اوربند هغه غوښتنې پرلپسې رد کړي چې د کورونا وبا د خپریدو پر مهال د دې ستونزې سره د مبارزې د اسانتیا او همدارنګه د روژې مبارکې میاشتې په پار ترې شوې دي.
افغان چارواکي وايي،د طالبانو له خوا د افغان حکومت پر ضد د جګړې دوام دا ډول خونړیو بریدونو ته زمینه برابره کړې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو د طالبانو په وړاندې د امریکايي چارواکیو وروستۍ نرمې څرګندونې هم د پوښتنې وړ بللي دي.
امریکا تر دې مخکې له طالبانو غوښتي وو چې د افغان حکومتي ځواکونو په وړاندې دې موقت اوربند ومني.
د فېسبوک تبصرې