د افغانستان د خوست ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې امنیتي ادارې په ښار کې د موټر سایکلو په ګرځبندیز کې توپیریز چلند کوي، هغوی چې واسطې لري پرېښودل کېږي، خو له بې واسطې خلکو موټرسایکلونه نیسي.
د افغانستان د ترافیکو مسئولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه هېواد کې نږدې ۱۵۰۰ ترافیکي پېښې شوې دي.
یمل خان مومند زیاته کړه، په برید کې تر ۳۰ پورې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او تر لسو د ډېرو وژل شویو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
افغان حکومت پر وسله والو غږ کړي وو چې اوربند وغځوي چې د ځنډ ښکار امن خبري بیرته پيل شي.
د طالبانو یو لوړ پوړي غړي ویلي چې ژر د افغان حکومت نور بندیان خوشې کوي.
ټرمپ د سپينې ماڼۍ خبري غونډې ته په وينا کې وويل،"موږ هلته په افغانستان کې له ۱۹ کالو راهيسې يو، زما په فکر دا کافي ده، موږ که هر وخت وغواړو نو بیا ورتلای شو."
وړاندې هم ولسمشر غني د ۱،۵۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو حکم کړی و چې بيا يې تر زرو طالب بندیان خوشې کړل.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ریاست وايي که وسله وال طالبان د سولې په بهیر کې د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، حکومت نورو اقداماتو ته تیار دی.
په اسټرالیا کې پر انسانو د کورونا وایرس واکسین ازمویل شوی او تمه ده چې د واکسین موثروالي او خوندي استعمال په اړه ابتدايي نتیجې په جولای کې مخې ته راشي.
اشرف غني پر ټويټر ليکلي چې پومپيو ده او له ډاکټر عبدالله سره په ټيليفوني خبرو کې وويل چې امريکا به د تشدد کمولو او د بین الافغاني خبرو په کولو ټينګار وکړي.
چارواکي وايي، هره هفته به ۵۰۰ طالبان پرېږدي. د مې په ۲۴مه افغان ولسمشر فرمان ورکړ چې د سولې ښه نیت په ښودلو به ۲۰۰۰ نور طالبان خوشې کړي.
په خوست کې د کوچني اختر لمونځ کوونکیو د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند د اعلان هرکلۍ وکړ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته