ځینو وسله والو بریدګرو د کابل ښار۱۳مې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون حمله کړې چې پکې د څلور تنو د وژل کېدو راپورونه دي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰:۰۰ بجې شوې ده.
د دغه وزارت مرستیال ویاندې مروه امیني ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر وسلهوالو کسانو پر یوه روغتون حمله کړې ده. د پولیسو ځانګړي ځواکونو سیمې ته رسېدلي.
په کابل کې د چارواکو په وینا افغان سربازانو تر اوسه له دې بریده اتیا تنه ژغورلي دي او د ۳ ماشومانو په ګډون ۸ تنه ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د دغه روغتون نوم نهاخلي.
له سیمې څخه یو شمېر راپورونه وايي چې وسله والو د روغتون په ودانۍ کې پر ولسي افغانانو ډزې کړي.
وسله والو طالبان وايي، په دغه برید کې لاس نه لري.
د فېسبوک تبصرې