په افغانستان کې کورونا وایرس د اپرېل تر ۱۷مې پورې دېرش کسان وژلي او تر نهه سوو ډېر پرې اخته شوې دي. دې وايرس ګڼې کورنۍ غمژنې کړې دي خو د کابل يوه يې تر نورو ډېره ځپلې ده.
د پکتیکا د مرکز ښرنې په عمومي چوک کې د امنیتي پيښو د ډېریدو په خلاف ولسي لاریون نن دوهمې ورځې ته وغځید.
د اپرېل پر ۱۶مه د خوست یو شمېر ځوانو رضاء کارو د دې ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو، ګربزو او موساخېلو ولسوالیو کې د کورونا وایرس په اړه د عامه پوهاوي لس ورځنۍ پروګرام پیل کړ.
ولسمشر غني یو ځل بیا وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو سازمان، د ناټو غړو هېوادونو او په خپله افغان حکومت په وار وار پر ټولو هغو ډلو چې د کرونا ویروس په دې حساس وخت کې یې د جګړو ډګرونه لا تاوده ساتلي، دغه غوښتنه کړې.
د افغان سولې لپاره د امریکې بهرنیوو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنيوو ځواکونو مشر جنرل سکاټميلر له پاکستاني چارواکو سره کتليدي.
افغانستان عامې روغتیا وزارت مسؤلین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۸ نویو مثبتو پېښو له ثبت خبر ورکوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لهخوا د بندیانو له تبادلې هرکلی کړی، خو وايي، دا بهیر باید نور هم چټک شي.
د افغانستان ملي امنیت شورا په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دا اقدامیې د سولې او کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي په خاطر کړي دي.
د اپرېل ۱۰مې پر ماښام د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې له پاکستانه یې د اسلم فاروقي د ورسپارلو غوښتنه ترلاسه کړې.
افغان حکومت وايي د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم ترمخې په لومړۍ مرحله کې۱۵۰۰ طالب بنديان خوشې کيږي. د چارواکو په وېنا دا خوشي کېدونکي طالبان خپلو خپلو کورونو ته استوي.
د لوګر ځايي خبریالانو د کورونا وایرس په اړه په هغو سیمو کې د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی، چې خلک يې تلویزیونونو، راډيوګانو او ټولنیزو شبکو ته لاسرسۍ نه لري.
د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس د افغانستان حکومت باید پنځه زره طالب بندیان د مارچ پر ۱۰مه د بینالافغاني خبرو تر پیل دمخه، خوشې کړي وی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته