د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بندیانو خوشې کېدل مو د امریکا له موافقې سره سم نه‌ دي: طالبان


د افغانستان د حکومت له‌خوا ۱۰۰ تنه خوشې شوي بندیان
د افغانستان د حکومت له‌خوا ۱۰۰ تنه خوشې شوي بندیان

افغان طالبانو ويلي چې د دوی لسګونه بنديان له هغې موافقې سره سم نه دې خوشي شوي چې له امریکا سره یې لاسلیک کړې ده.

د وسله والو طالبانو وياند دا خبره د اپرېل پر اتمه ناوخته تر هغه وروسته کړې چې افغان حکومت د اپرېل پر اتمه د ۱۰۰ طالب بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړ.

طالبانو ویلي، خپل هغه پلاوی یې هم له کابله ورستنولی چې له افغان حکومت سره يې د بنديانو پر موضوع خبرې کولې.

د افغانستان ملي امنیت شورا د اپرېل پر اتمه د یوه وېډیویي پیغام په خپرولو سره رسنیو ته وویل، دغه طالب بندیان د ولسمشر د فرمان پر اساس خوشې کېږي او بل په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ژمنه وکړه چې خوشې کېدونکي بندیان به بیا د جګړو ډګر ته نه‌ ځي.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل مشال راډیو ته وویل د دغو بندیانو د خوشې کېدو بهیر تر رسمي مراحلو له تېرېدو وروسته د هغوی د حبس مودې او روغتیایي وضعیت ته په کتو ترسره شو.

هغه زیاته کړه: "دا ۱۰۰ تنه د هغه لېست یوه برخه ده چې د وسله‌والو طالبانو تخنیکي ټیم په کابل کې د حکومت له تخنیکي ټیم سره د خبرو پر مهال شریک کړی او تأیید کړی دی. دولت ژمن دی چې د سولې بهیر د ښه‌والي لپاره له طالبانو سره د سولې ور پرانیستی پرېږدي."

و د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر له دې کبله پرېښود چې په هغه کې خنډونه او اضافي شرطونه رامنځته شول.

مجاهد دا هم وویل که مقابل لوری غواړي د ده په وینا خپله وفاداري وښیي، باید زندانیان د قطر د موافقې سره سم راخوشې کړي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس د افغانستان حکومت باید پنځه زره طالب بندیان د مارچ پر ۱۰مه د بین‌الافغاني خبرو تر پیل دمخه، خوشې کړي وی. هغه مهال باید د دولت زر تنه بندیان هم د طالبانو له لوري خوشې شوي وی، خو دا بهیر له خنډونو سره مخامخ شو.

د امریکا او طالابانو ترمنځ د تړون د لاسلیک مراسم
د امریکا او طالابانو ترمنځ د تړون د لاسلیک مراسم

د افغانستان حکومت وایي د طالب بندیانو خوشې کېدل د سولې بهیر یوه برخه ده او هغوی به د بین‌ الافغاني مذاکراتو په لړ کې خوشې کړي، خو په دې شرط چې بیا د جګړو ډګر ته ولاړ نه‌شي.

طالبان بیا ټینګار کوي چې د موافقې سره سم دې یاد بندیان د خبرو تر پیل دمخه خوشې شي.

د طالبانو یوه درې کسیز تخنیکي ټیم یوه اوونۍ دمخه د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه په کابل کې له حکومت سره تخنیکي بحثونه وکړل، خو داسې ښکاري چې دواړو لورو پر خپلو دریځونو ټینګار کاوه او هغو خبرو دوام ونه‌کړ.

په همدې حال کې کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی خوشبین دی او د ازادي راډیو د دې پوښتني په ځواب کې چې د دغو بندیانو خوشې کېدل به د بین‌الافغاني خبرو له پیلېدو سره څومره مرسته وکړي؟

اغلي ستانکزي زیاته کړه: "د دواړو خواوو یعنې د طالبانو او د دولت د بندیانو د خوشې کېدو بحث زما په باور په دې اقدام سره پیلېږي او د هواري وړ دی.

دواړه لوري مخصوصاً د افغانستان دولت غواړي په دې بحثونو سره دوه ډوله امتیاز واخلي. یو له امریکا متحده ایالاتو غواړي امتیاز واخلي او دوهم غواړي په یو ډول پر طالبانو فشار راوړي او هغه ناز چې په اصطلاح امریکایانو طالبانو ته ورکړی وو، غواړي تر یوه حده راکم کړي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له طالبانو سره‌یې د واشنګټن له لوري موافقه لاسلیک کړه، په دې وروستیو کې وویل چې امریکا لېواله ده د بندیانو خلاصون د امریکا او طالبانو د موافقې سره سم او هر څه ژر ترسره شي.

هغه زیاته کړه طالبانو ژمنه کړې چې خوشې شوي بندیان د موافقې مواد مني او بیا به د جګړو ډګر ته ولاړ نه‌شي.

ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي چې د کرونا ویروس خورېدل د بندیانو خوشې کېدل بیړني کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG