د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا سره د مبارزې لپاره دې طالبان اوربند وکړي: غني


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر په یوه نوي پیغام کې له وسله‌ والو طالبانو د اوربند غوښتنه بیا تازه کړه او غږ یې وکړ چې په دې توګه دې د کورونا وبا پروړاندې د مبارزې له هڅو سره مرسته وکړي.

ولسمشر غني یوځل بیا وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو سازمان، د ناټو غړو هېوادونو او په خپله افغان حکومت په وار وار پر ټولو هغو ډلو چې د کورونا وایرس په دې حساس وخت کې یې د جګړو ډګرونه لا تاوده ساتلي، دغه غوښتنه کړې.

ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۱۵مه ناوخته په یوه ویډیویي پیغام کې ملت ته په وینا کې دا خبره وکړه.

ولسمشر غني په ماښامنۍ وینا کې دغه‌راز وویل د کورونا په اړه‌ یې له نړیوالو سازمانونو سره د مرستو د همغږۍ یوه طرحه جوړه کړې ده چې د اپرېل پر ۱۶مه به د کابینې په غونډه کې تصویب شي.

غني زیاته کړه: "د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي او په سیمه کې ځینو هېوادونو د جنګ پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې له کورونا زیانمنو کسانو ته د بشري مرستې د رسولو لپاره اوربند وکړي. زه پر طالبانو غږ کوم چې د ملګرو ملتونو سازمان، د سیمې هېوادونو او د افغانستان د خلکو او دولت دغه برحق غږ ته مثبت ځواب ووایي، جنګ بس او اوربند وکړي."

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دې سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د اپرېل پر ۱۵مه له طالبانو څخه د بریدونو د درولو غوښتنه وکړه.

نوموړي ویلي باور لري چې د سولې هڅو د پیاوړتیا لپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي او په دې سره طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې هغوی د افغانستان جګړه نه‌ شي ګټلی.

د سټولټنبرګ په خبره طالبان باید د یوې رښتونې روغې جوړې لپاره د خبرو مېز ته راشي.

د ناټو سرمنشي په افغانستان کې دننه د سیاسي اختلافاتو هواری هم د سولې پروسې د کامیابولو لپاره مهم بللی دی.

خو طالبانو د ولسمشر د دې څرګندونو په غبرګون کې تیر ماښام ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې وویل چې که حکومت له کورونا ویروس سره مبارزه غواړي، نو بندیان دې خوشې کړي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ولسمشر له لوري د اوربند غوښتنې په ځواب کې وویل: "که حکومت له کورونا وایرس سره مبارزه غواړي بندیان دې خوشي کړي."

سهیل شاهین په دې پیغام کې لیکلي چې حکومت په یوه او بله پلمه د بندیانو خوشې کېدل ځنډوي.

د نوموړي په خبره اوربند د بین‌ الافغاني مذاکراتو موضوع ده او د دغو مذاکراتو د پیل لپاره د ده په وینا حکومت خنډ جوړوي.

دی وایي تړون شته، خو هغه صادقانه عملي کېدلو ته اړتیا لري.

امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شوی. د دې توافق له مخې افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او هم مقابل لوری ۱۰۰۰ تنه افغان ځواکونه خوشې کړي څو د مارچ پر ۱۰مه بین‌ الافغاني مذاکراتو ته لار هواره شوې وی.

خو دا خبرې لاتر اوسه هم نه‌ دي پیل شوي او خلک د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د درنو جګړو شاهد دي.

نړیوالې ټولني غوښتنه همدا ده چې د کورونا وایرس په دې حساس وخت کې حکومتونه نه‌ شي کولای له جګړو سره د هېواد ټولو سیمو ته لازمې مرستې ورسوي، نو د ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

افغان ولسمشر هم د تېر ماښام په وینا کې وویل چې د کورونا په اړه‌ یې له نړیوالو سازمانونو سره د مرستو د همغږۍ یوه طرحه جوړه کړې ده چې اپرېل پر ۱۶مه به د کابینې په غونډه کې تصویب شي او له نړیوالو به وغواړي چې د کورونا پر ضد مبارزه کې له افغانستان سره خپلې ژمنې تعدیل کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG