د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر خبریالانو په کلیو او بانډو کې عامه پوهاوی پیل کړی


په لوګر کې د کورونا وایرس په اړه کمپاین
په لوګر کې د کورونا وایرس په اړه کمپاین

د لوګر ځايي خبریالانو د کورونا وایرس په اړه په هغو سیمو کې د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی، چې خلک يې تلویزیونونو، راډيوګانو او ټولنیزو شبکو ته لاسرسۍ نه لري.

دوی په خپلو شخصي لګښتونو له غریبو خلکو سره د مرستې په خاطر ماسکونه او دستکشې اخیستي او هم يې د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي زرګونه پاڼې چاپ کړي دي.

د اپرېل پر نهمه د برنامې یو تابیا کوونکي مطیع الله سرور مشال راډیو ته وویل، دوی د عامه پوهاوي دا پروګرام له خوښۍ ولسوالۍ راپیل کړ او د لوډسپیکر له لارې يې د دې وبا د نښو نښانو او ورڅخه د ځان ساتنې په باب يې خلکو ته مالومات ورکړل.


ده زیاته کړه، د اونۍ دوه ورځې يې د کورونا وایرس په اړه عامه پوهاوي ته بیلې کړي او دوی به د پلان سره سم د لوګر د ۶ ولسوالیو کلیو او بانډو ته ورځي او هلته به خپل دا پروګرام پلی کوي.

نوموړي زیاته کړه:"د خوښۍ له ولسوالۍ څخه موږ د عامه پوهاوی کار شروع کړ، نو لدې سربیره چې موږ په راډیو، اخبار او سوشل مېډیا کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوو، دا يې هم یوه برخه ده چې موږ په رضاء کارانه ډول خلکو ته پوهاوی ورکوو او هغو سیمو ته ځو، چې حتی د حکومت له حاکمیت خارج وي او یا په دومره کلونو کې ورته کار نه وي شوی، نو کلي او بانډې زموږ د پوښښ اساسي ساحې دي، چې باید خلک لدې طریقه اګاه کړو."

د محمد زبیر عباسي په نوم یو خبریال چې په دې کمپاین کې يې برخه اخیستې وايي، له دې کاره موخه داده چې خلک له کرونا وژغورل شي او پدې برخه کې ورسره د خوښۍ خلکو پوره مرسته وکړه.

"د خوښۍ ځای دی، چې خلک له موږه سره ډېر همکار وو او موږ خلکو ته په ډېر ښه ډول عامه پوهاوی وکړ، د دې کمپاین تابیا خبریالانو په شخصي ډول په هماغه ۱۲زره افغانۍ میاشتنۍ معاش چې اخلي کړې ده، موږ سره د کرونا په اړه د پوهاوي پاڼې وې، ماسکونه مو درلودل او دستکشې وې، چې خلکو باندې مو وویشلې."


د شفیع الله افغانزي په نوم یو بل خبریال وایي، اوس هغه وخت رارسیدلی، چې د ټولنې فعال خلک لاس په کار شي او د کورونا وایرس څخه د ځان ساتنې پیغام کلیو او بانډو ته ورسوي.

دی وايي، په همدې موخه خبریالانو دې برخې ته راودانګل، تر څو خلک وهڅوي چې کورونا جدي ونیسي او لدې وبا د ټولنې ټول خلک نجات ومومي.

د لوګر چارواکو د ځايي خبریالانو دا کار او نوښت ستایلی او هغوی سرهيې د امکان تر بریده د مرستې تیاری څرګند کړی دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ له سوداګرو او شتمنو خلکو هم وغوښتل، چې ددې بهیر د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي، تر څو خلک د کورونا وایرس په اړه مالومات ترلاسه او له زیانه يې وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG