د خوراک نړيوالې ادارې يا ډبليو اېف پي مشر ډېویډ بېسلې ویلي دوی ښايي په راتلونکو څو مياشتو کې د نړۍ په غريبو او جګړه ځپليو هېوادونه کې د خوړو د کمښت مسالې شاهدان واوسي.
د افغانستان حکومت د طالبانو لسګونه زندانیان د څو ولایتونو له زندانونو خوشې کړل.
نن[د اپرېل پر ۲۱مه ] د سهار ۱۰بجې د خوست والي پر موټر کاروان په موټر بم برید کې دوه پوځیان او ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، وسله وال طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو په خپلو حملو سره نېږدې هره ورځ، د واشنګټن او طالبانو له موافقې سرغړونه کوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اپرېل پر شلمه پر ټويټر د هند وزير اعظم نريندرا مودي مننه کړې چې د ۷۵۰۰۰ ټنو غنمو څخه يې ۵۰۰۰ ورته رسېدلې دي. پاتې غنم په بېلابېلو مرحلو کې کابل ته ځي.
د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل او لمن ولسوالیو کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، د ښارونو د قرنطین کیدو په شپو ورځو کې يې ستونزې ډېرې شوې دي.
افغان حکومت وايي، د طالب بندیانو پر خوشې کولو تمه لري تاوتریخوالی کم او دایمي اوربند وشي.
په افغانستان کې کورونا وایرس د اپرېل تر ۱۷مې پورې دېرش کسان وژلي او تر نهه سوو ډېر پرې اخته شوې دي. دې وايرس ګڼې کورنۍ غمژنې کړې دي خو د کابل يوه يې تر نورو ډېره ځپلې ده.
د پکتیکا د مرکز ښرنې په عمومي چوک کې د امنیتي پيښو د ډېریدو په خلاف ولسي لاریون نن دوهمې ورځې ته وغځید.
د اپرېل پر ۱۶مه د خوست یو شمېر ځوانو رضاء کارو د دې ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو، ګربزو او موساخېلو ولسوالیو کې د کورونا وایرس په اړه د عامه پوهاوي لس ورځنۍ پروګرام پیل کړ.
ولسمشر غني یو ځل بیا وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو سازمان، د ناټو غړو هېوادونو او په خپله افغان حکومت په وار وار پر ټولو هغو ډلو چې د کرونا ویروس په دې حساس وخت کې یې د جګړو ډګرونه لا تاوده ساتلي، دغه غوښتنه کړې.
د افغان سولې لپاره د امریکې بهرنیوو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنيوو ځواکونو مشر جنرل سکاټميلر له پاکستاني چارواکو سره کتليدي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته