په پاکستان کې افغان کډوال وايي د دوی په کمپونو کې نه د کورنا وایرس د مخنیوي لپاره دوا پاشل شوي او نه هم د دوی سره کومه مرسته شوې ده. د دوی په وېنا د کورونا وایرس له کبله د سخت ناورين سره مخ دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي له دغه پلاوي سره د تېرې ورځې په لیدنه او خبرو کې د بندیانو د تبادلې په اړه بحثونه شوي دي.
د طالبانو ډلې یو پلاوی کابل ته د خپلو زندانیانو د خوشې کولو لپاره استولی دی. دا درې کسیز پلاوی پرون کابل ته ورسېد.
له طالبانو سره مذاکراتو لپاره د افغان حکومت له لوري د ټاکل شوي مذاکراتي پلاوي یو شمېر ښځينه غړې وايي که څه هم تمه نه لري چې دا مذاکرات به ژر پایله ورکړي خو هڅه کوي چې طالبانو ته د سولې لپاره قناعت ورکړي.
د افغانستان ننګرهار ولايت چارواکيوايي پر تورخم ټول وراوښتونکي افغانان به د کورونا وایرس په شک شل ورځې په طبي څارنه يا قرنطين کې تېروي.
د کورونا ویروس دتشخیص دا مرکز د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د مارچ په نهه ویشتمه نېټه پرانیست.
د افغانستان حکومت وايي چې له طالبانو سره د مذاکرو په پلاوي کې بدلون نه شي راتلای.
د ننګرهار والي په نوښت زیاتو اړمنو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو په موخه د کرونا فنډ په نوم صندوق پرانیستل شو.
د افغانستان روغتيا وزارت د مارچ پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په ټول هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۱۶ ته رسېدلی دی.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين وايي چې د طالبانو پلاوی به له افغان حکومت سره یواځې د بندیانو د خوشې کولو په اړه له تخنیکي پلوه خبرې وکړي.
ګوتېريش د مارچ د ۲۶مې په ماښام د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې دا څرګندونې کړې دي.
د افغانستان په غور او کندز ولايتونو کې د افغان امنيتي سرتېرو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته