د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت:‌ ۱۵۰۰ طالب بنديان خوشې کوو


د اپرېل په لسمه خوشې شوي طالبان
د اپرېل په لسمه خوشې شوي طالبان

افغان حکومت وايي د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم ترمخې په لومړۍ مرحله کې۱۵۰۰ طالب بنديان خوشې کيږي. د چارواکو په وېنا دا خوشي کېدونکي طالبان خپلو خپلو کورونو ته استوي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند جاوید فېصل د اپرېل په نهمه مشال رېډيو ته وويل د اپرېل له اتمې يې د سلو طالبانو په خوشي کولو سره دا بهیر پېل کړ چې حالاتو ته په کتو سره به روان وي. ''ځينې ورځ‌ به لږ او ځينې ورځ ډېر بنديان خوشې کېږي خو موږ خپل کار ته دوام ورکوو. موږ له دې خلکو ويډيو، تصويرونه او ليکلي اخیستې چې جګړې ته به نه ستنېږي. د طالبانو د قطر دفتر هم راسره دغه وعده کړې ده.''

زموږ هيله دا ده چې له برابرې شوې موقعې ګټه واخیستل شي. موږ په خپلو ژمنو عمل کوو. طالبان هم بايد همداسې وکړي.
جاويد فېصل

د فېصل په خبره د طالب بندیانو د خوشي کولو پروسې له پېلولو یې هيله دا ده چې طالبان تشدد کم او بېن الافغاني خبرو ته کښېني.

هغه زیاته کړه چې قیديان د طالبانو د ورکړي لیست مطابق د هغوی عمرونو، روغتيايي حالت او د سزا مودې ته په پام سره خوشي کېږي او هيله ده طالبان هم خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي.‌ ''زموږ هيله دا ده چې د دې پروسې له پېل څخه ګټه واخیستل شي او طالبان د سولې لپاره برابرېدونکې موقعې ته ژمن پاتې شي. دا موقع د تشدد کمېدل او د بېن الافغاني خبرو پېلول دي.''

خو طالبان ويلي چې دوی خپل تخنيکي ټېم له کابله بېرته ورغوښتی ځکه چې د افغان حکومت له خوا په خوشي کېدونکو کسانو خوشاله نه دي. د دوی وياند ذبيح الله مجاهد د اپرېل په اتمه ازادي راډيو ته ويلي چې خوشي کېدونکي طالبان د امريکې او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې سره سمون نه خوري.

تر خوشي کېدو مخکې د يو طالب پېژندګلوي کېږي
تر خوشي کېدو مخکې د يو طالب پېژندګلوي کېږي

د فرورۍ په ۲۹مه د امریکې او طالبانو ترمنځ شوې موافقه کې راغلې چې افغان حکومت به پينځه زره طالبان خوشي کوي چې په بدل کې به یې طالبان هم په خپله ولکه کې موجود زر افغانان خوشي کړي او بيا به افغان لوري سره خبرو ته حاضریږي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د اپرېل په نهمه مشال راډيو ته وويل افغان حکومت بايد هغه طالبان لومړی خوشي کړي چې د لیست په سر کې دي.

جنجال په دې دی چې طالبان لومړی د سر قوماندانان خلاصول غواړي خو افغان حکومت وايي‌لومړی کم اهميته طالبان خوشې کوي.
سرچينه

يو افغان چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، دا لیست ليدلی. هغه وايي د طالبانو په لیست کې په لومړي سر کې هغه طالب قوماندانان دي‌ چې په لويو ترهګریزو حملو کې ښکيل دي نو ځکه به هغه په لومړۍ مرحله کې نه خوشي کېږي. د هغه په وېنا دا خلک خطرناک دي او نړيوالو سره تر موافقې وروسته به زندانه ووځي.

څيړونکی حکمت اعظمي وايي د بنديانو د تبادلې مسله پيچلي ده ځکه چې هيڅوک دا ضمانت نه شي کولی چې خوشي کېدونکي خلک به بيا د طالبانو د جګړو ليکو ته نه ځي. ''داسې کوم سيسټم نشته چې خوشي شوي کسان دې تعقیب کړي. کوم هېواد يا اداره هم نه شې کولی چې د دې ضمانت وکړي چې دا خلک به د طالبانو یا کوم بلې ډلې سره نه يو ځای کېږي.''

د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې ترمخه بايد افغان حکومت د مارچ تر لسمې پورې طالب بنديان خوشي کړی وای خو دا کار ونه شو. افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ وويل په دومره لږ وخت کې د دومره ډېرو بنديانو خوشي کېدل امکان نه لري او بايد ضمانت موجود وي چې خوشي کېدونکي کسان به بيا په جګړه کې ګډون نه کوي.

XS
SM
MD
LG