نن( د اپرېل پر اوومه) په دوهمه ورځ هم زرګونه کسان د تورخم او چمن پر لار له پاکستانه افغانستان ته روان دي.
بلهخوا د افغانستان د سيمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس عبدالمتين بېک پرون دوشنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، د طالب بنديانو خوشې کېدل ځکه ځنډېدلي چې طالبان د هغو کسانو خوشې کېدل هم غواړي چې په بشر ضد جنايتونو تورن دي.
د افغانستان د طالبانو مشر ملا هبت الله په قطر کې د سیاسي دفتر څلور مهم غړي له مرکچي پلاوي لرې کړي.
د ملي امنیت عمومي ریاست د اپرېل پر څلورمه په یوه بیان کې ویلي چې په یو لړ عملیاتو کې په نیول شویو کسانو کې په معاذ مشهور قاري زاهد
د اپرېل پر څلورمه د خوست لسګونو دیني عالمانو د یوې غونډې له لارې له خلکو وغوښتل، چې له کورونو دې بې ضرورته نه وځي او د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر دې
د ننګرهار والي د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه ولایت ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د ناټو عمومي منشی ینس سټولټنبرګ پرون یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل مشروط دي او ناټو ګوري چې طالبان څه کوي.
په خوست کې سوداګر او پانګوال له افغان حکومت غواړي، چې دوی ته دې پدې ولایت کې د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي.
د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، د طالبانو له پلاوي سره د بحثونو تر پای ته رسېدو وروسته به د طالب بندیانو خلاصېدو بهیر مخته ځي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې په تورخم ښارګوټي کې د هغو افغانانو لپاره قرنطین مرکز د جوړېدو په حال کې دی، چې پېښور ته تللي، هلته بند پاتې دي او د لارې د خلاصېدو پر مهال بيرته وطن ته راستنېږي.
په پاکستان کې افغان کډوال وايي د دوی په کمپونو کې نه د کورنا وایرس د مخنیوي لپاره دوا پاشل شوي او نه هم د دوی سره کومه مرسته شوې ده. د دوی په وېنا د کورونا وایرس له کبله د سخت ناورين سره مخ دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي له دغه پلاوي سره د تېرې ورځې په لیدنه او خبرو کې د بندیانو د تبادلې په اړه بحثونه شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته