اسلام ځاځی د خپلې يوې ترور او يو تره له فاتحو نه وو فارغه شوې چې له روغتونه ورته د کورنۍ د يو بل تن د مړینې خبر ورکړل شو. دا ځل یې کشر تره وو چې له کورونا وایرسه مړ شو.
په کورونا د کابل د قلعه زمان خان دې کورنۍ لومړی اخته شوی غړی، ډاکټر محمد یوسف اریوبي وو چې له دې وایرسه په ۵۵کلنۍ کې وفات شو. هغه په کابل کې د اندراګاندهي روغتون د ماشومانو ناروغيوو متخصص وو. اسلام ځاځی وايي اریوبي د کابل په قلعه زمان خان کې په خپله شخصي معاينه خانه کې له کوم مریضه کورونا وایرس اخیستی وو.
هغه زیاتوي: ((ډاکټر صېب کوم مریض کتلی وو. لکه هره ورځ چې کور ته راته، همغسې راغی. د بلې هرې ورځې په شان د کور ټولو غړو يو ځای ماښام ډوډۍ وخوړه. سهار چې راپاڅېدلو، د کورنۍ هر غړی ټوخېده او له درده یې شکايت کاوه.))
د اسلام ځاځي په وېنا چې کله د ډاکټر یوسف صحي حالت خراب شو نو دوی په کابل کې د کورونا وایرس د تشخیص لپاره ځانګړي شوي روغتون، د ساري ناروغيوو د درملنې افغان جاپان روغتون ته بوت. هلته ورته ډاکټرانو ډېر پام ونه کړ خو تر يو څه جنجال وروسته یې د ډاکټر يوسف اریوبي ټيسټ وکړ. روغتون وعده وکړه چې په دريو ورځو کې نتيجه معلومېږي خو دې کار له يوې هفتې زیات وخت ونيو.
د اسلام ځاځي په وېنا چې کله د ډاکټر یوسف صحي حالت خراب شو نو دوی په کابل کې د کورونا وایرس د تشخیص لپاره ځانګړي شوي روغتون، د ساري ناروغيوو د درملنې افغان جاپان روغتون ته بوت. هلته ورته ډاکټرانو ډېر پام ونه کړ خو تر يو څه جنجال وروسته یې د ډاکټر يوسف اریوبي ټيسټ وکړ. روغتون وعده وکړه چې په دريو ورځو کې نتيجه معلومېږي خو دې کار له يوې هفتې زیات وخت ونيو.
اسلام ځاځی وايي دې ځنډ ځکه لويه غمیزه جوړه کړه چې په دې حال کې یې ترور مړه شوه او په جنازه کې یې ښو ډېرو خلکو برخه واخیسته. دا په داسې حال کې چې د کورونا وایرس مړي ته څوک نيزدي نه ورځي او مړی یې تر مختصرې جنازې وروسته ښخېږي. ځاځی وايي د مریضۍ په وخت یې د ترور ټيسټ شوی وو چې تر مرګ وروسته یې د کورونا درلودو مثبته نتیجه راغله.
ځاځي وويل: ((د يوسف کاکا د نتيجو حال یې د دريوو ورځو په ځای، په اومه ورځ راکړ. دا ځکه ډېر ناوخته وو چې زموږ ترور هم ورته نښې درلودلې. بيا مو د هغې ټيسټونه وکړل. هغه هم کورونا وه چې له ډاکټر يوسف مخکې مړه شوه. که موږ د يوسف کاکا د کورونا ټيسټ له نتيجې وختې خبر شوی وای نو د کور هر کس به ځان قرنطین کړی وو لکه تر دې وروسته مو چې وکړ.))
د ډاکټر يوسف د معاينې تر نتيجو وروسته که څه هم دې کورنۍ خپل احتیاط کاوه او هر تن په بېله بېله کوټه کې اوسېده خو کورونا وایرس پکې ځالې کړې وي. د کورنۍ څلورو نورو غړو هم د کورونا نښې لکه وچ ټوخی، سخته تبه او زکام، پېدا کړي او يو بل غړی یې روغتون ته ويوړل شو. دا سړی فضل الرحمن ځاځی وو. هغه هم لکه د خپل ورور او خور د کورونا وایرس په وړاندې مقاومت ونه شو کړای او مړ شو. د نوموړي عمر ۳۸ کاله وو. دا په دوو هفتو کې د کورونا له وجې د یوې کورنۍ د دريوو کسانو مرګ او د ريوو نورو اخته کېدل وو چې پر حکومت یې سختو نيوکو ته لار جوړه کړه او پر ټولنیزو مطبوعاتو یې ډېر بحثونه راوپارول.
حکومت ته په کار دي چې له شخصي روغتونونو او لابراتوارونو همکاري وغواړي. خلک بايد قرنطين جدي ونيسي او له کوورونو ونه وځيډاکټر صابر پردېس
د اپرېل په ۱۴مه، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د عامې روغتيا وزارت درې مرستيال وزیران له دندو ليري کړل. يوې سرچینې وويل چې دغه کسان د کورونا وایرس پر ضد د سم کار نه کولو له کبله بې دندو شوي دي.
په دوی کې د یو پر ځای نوي ټاکل شوي، د عامې روغتيا مرستيال وزیر، ډاکټر وحيد مجروح ويلي چې د کورونا وایرس مریضانو د معلومولو لپاره غوره شوي افغان جاپان روغتون کې یې د انتهايي پاملرنې څانګه يا اينټينسيو کېر يونټ (ICU)فعاله کړ. مجروح د اپرېل په ۱۶مه، خبريالانو ته د معلوماتو ورکولو لپاره پر وایبر جوړ کړي ګروپ کې ليکلي چې د ناروغانو په خونو کې یې د عامي روغتيا وزارت سره د شکايتونو شريکولو لپاره يو ټيليفون او هغوی سره د ډاکټرانو د سلوک معلومولو لپاره کمرې نصب کړي دي.
خو دې کار هم د کابل هغه کورنۍ مطمينه نه کړه چې کورونا یې درې کسان وژلي او درې نور یې وهليدي. په کورونا وایرس د دې کورنۍ يو اخته غړی، بهترين پکتياوال فېسبوک ته شو او له افغان جاپان روغتونه یې ګيله وکړه چې دی نه بستروي.
هغه وويل: ((د خدای لپاره زما غږ واورئ. دلته هيڅ هم نشته دی. ما ته [د ډاډ راکولو لپاره] چارواکو له ارګ او عامې روغتيا وزارته ټيليفونونه وکړل خو دلته په افغان جاپان روغتون کې هيڅ نشته. لابراتوار سم کار نه کوي. دوی زما خبرې ته غوږ نه ږدي.))
د بهترين پکتياوال دا ويډيو پر فېسبوک په زرګونو ځلې شريکه شوې او په لکونو خلکو کتلې. افغان جاپان روغتون مطبوعاتو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی ته هره ورځ له درې سوو څخه زیات داسې ناروغان ورځي چې د کورونا وایرس نښې پکې ښکاري. دوی د هغوی ټيسټونه کوي او بيا یې نتیجې پر بهر دیوالونو راځړوي. په دې روغتون کې د اپرېل تر ۱۷مې پورې اوه د کورونا لرونکي ناروغان او ۱۳ نور داسې کسان بستر دي چې د کورونا وايرس درلودلو شک پرې کېږي. د دوی حالت ښه نه دی نو ځکه یې د نتيجو تر کره کېدو او حالت بهتره کېدو پورې د کورونو پر ځای همدلته ساتل شوي دي.
افغان حکومت دې د کورونا وایرس د ټيسټونو کولو ظرفیت لوړ کړي. چې څومره ډېر ټيسټونه وشي همغومره به د دې وایرس د خپرېدو مخنیوی اسانه ويډاکټر خسرو سنګروال
د افغانستان عامې ورغتيا وزارت تر مخه د اپرېل تر ۱۷مې پورې، کورونا وایرس په ټول هېواد کې ۹۰۶ تنه وهلي دي. دېرش یې مړه کړي او ۹۹ ترې روغ شوي دي. د دې وایرس سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت د ستراتيژۍ تر مخه کوښښ کېږي چې مریضان په روغتون کې د ځای د نشتوالي له وجې پر کور قرنطین کړل شي.
په کابل کې د عامې روغتيا پوه، ډاکټر صابر پردېس مشال راډيو ته وويل د کورونا وایرس مخنيوي لپاره تر ټولو مهم کار د خلکو همکاري ده چې د حکومت په لارښوونو عمل وکړي. هغه زیاتوي: ((حکومت د کورونا وایرس د مریضانو ساتنې لپاره د دارالامان ماڼۍ او ځيني روغتونونه مشخص کړي دي. دا ښه کار دی خو بيا هم ډېر ځای نه لري چې مريضان وساتي. د دې نيمګړتيا پوره کولو لپاره دې رخصت ښوونځي او پوهنتونونه وکاروي. په ځينو ځایونو کې قرنطین په ښه ډول نه عملي کېږي چې حکومت یې بايد عمليکړي. دولت بايد کورونا ټيسټ کولو لپاره له شخصي لابراتوارونو او کمپنيوو مرسته وغواړي. هغوی ته دې اجازه ورکړي چې ټيسټونه وکړي او خدمات وړاندې کړي.))
د شمال لوېدیز لندن د روغتونونو د بېړنۍ درملنې د مرکزونو مشر، ډاکټر خسرو سنګروال مشال راډيو ته وويل چې کورونا وایرس د پرمختللو هېوادونو حکومتونه هم وارخطا کړې دي خو په وېنا کاميابه ستراتيژي د ټيسټونو کول دي.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ په چين، تايوان، جنوبي کوريا او جرمني کې ولېدل چې څومره ډېر ټيسټونه وشي همغومره د دې وايرس مخنيوی اغېزمن وي. کله چې ټيسټونه وشي او په کورونا وایرس اخته کسان معلوم شي نو بيا د هغه خوا او شا کسان ژغورل اسانه شي. که ټيسټونه کم وي نو مانا دا ده چې ښايي په ځينو کسانو کې دا وایرس موجود وي چې هغوی پرې د نه خبرېدو له کبله نورو ته لېږدوي. نو ځکه بايد افغان حکومت د کورونا وایرس د معلومولو لپاره د ټيسټونو کول زیات کړي.))
کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين په اوهان ښار کې پېدا او ورسته په ټولې نړۍ کې خپور شو. تر اوسه یې درمل نشته خو د عامې روغتيا نړيوالې ادارې (WHO) ترمخه د مخنيوي لپاره یې ضروري ده چې خلک بې ضرورته له کورونو ونه ووځي، لاسونه ډېر ډېر په صابن ومينځي او ماسکونه دې وکاروي.
دا راپور په غږ کې واورئ