د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې ولسي لاریون دوهمې ورځې ته وغځېد


په پکتیکا کې لاریون
په پکتیکا کې لاریون

د پکتیکا د مرکز ښرنې په عمومي چوک کې د امنیتي پيښو د ډېریدو په خلاف ولسي لاریون نن دوهمې ورځې ته وغځید.

د لاریون ګډونوال وايي، په دې ولایت کې د خلکو امنیت نه دی خوندی او هغو کسانو ته هم سزا نه ده ورکړل شوې، چې په مرکز ښرنه کې د دوو دوکاندارانو د وژلو په پيښه کې په لاس لرلو تورن دي.

لاریونوالو د ښار په عمومي چوک کې د تحصن خیمه لګولې او وايي، هغه مهال به د تحصن خیمې راټولې کړي، چې د دوی د امنیت د خوندیتوب او عدالت د ټېنګولو ډاډ ورکړل شي.

نن د جمعې په ورځ د مرکز ښرنې اوسیدونکي قومي مخور قطب الدین مشال راډیو ته وویل، د دوی غوښتنه دا ده، چې په جنايي پيښو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي کسان په عام محضر کې مجازات شي.

ده وویل، کچیرې غږ يې وانوریدل شي، نو دوی به کابل ته ولاړ شي او خپلې غوښتنې به د حکومت له چارواکو او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له استازو سره شریک کړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کورونا وایرس په خورېدو دی، سلګونه پکتیکاوال لاریونوال پرته له دې چې د وایرس څخه د ځان ساتنې محافظتي توکي ولري، د یو بل په خوا کې ولاړ دي.

قومي مشر انور پتنګ وايي، دوی له شته حالته دومره په تنګ شوي، چې کورونا ورځینې هیره شوې ده.

قومي مشر حاجي نیاز وویل، افغان حکومت لدې ولایته د مامورینو او امنیتي مسوولینو لابراتوار جوړ کړی اول يې دلته امتحانوي او بیا يې نورو ولایتونو ته لیږي.

ده وویل، د امنیه قوماندانۍ رهبري د دې ولایت د امنیت په ټېنګولو کې پاتې راغلې او مرکزي حکومت باید په دې اړه اقدام وکړي.

د لاریون دوه نورو ګډونوالو عبدالرحمان او عصمت په خپلو خبرو کې د امنیه قوماندانۍ د مشرتابه لخوا د اولې امنیتي حوزې د امر د بدلولو د پرېکړې مخالفت کوی، خو د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان په ځينو جنايي پيښو کې په لاس لرلو تورنوي.

بل لوري ته د پکتیکا امنیتي مسوولین د لاریونوالو دا غوښتنې سمې نه ګڼي او وايي، ځینې مشخصې کړۍ او افراد د خپلو شخصي ګټو په خاطر خلک تحریکوي، تر څو د امنیې قوماندانۍ فعالیتونه وننګوي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وویل، د دې ولایت امنیت ډاډمن دی، د ځینو پيښو چې لاریونوال يې یادونه کوي، لکه د دوو قصابانو وژنه، د یادې پيښې کسان نیول شوي، دوې ورځې مخکې یو موټرسایکل بم ونیول شو، چې په همدې لاریون برید ته پلان شوی وو.

نوموړي د یوې حوزې د امر د تبدیلی په اړه وايي، ادلون بدلون په ادارو کې اصل دی او همدې اصل ته په کتو د امنیه قوماندانۍ رهبري لازمه بللې، چې هغه دې په یو بل مناسب ځای کې دنده ترسره کړي.

پکتیکا که څه هم د مساحت له پلوه په سویل ختیز کې له لویو ولایتونو څخه دی، خو خلک يې لا هم د ژوند له اساسي اسانتیاوو بې برخې دي او له بیلابیلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG