له طالبانو سره مذاکراتو لپاره د افغان حکومت له لوري د ټاکل شوي مذاکراتي پلاوي یو شمېر ښځينه غړې وايي که څه هم تمه نه لري چې دا مذاکرات به ژر پایله ورکړي خو هڅه کوي چې طالبانو ته د سولې لپاره قناعت ورکړي.
د افغانستان ننګرهار ولايت چارواکيوايي پر تورخم ټول وراوښتونکي افغانان به د کورونا وایرس په شک شل ورځې په طبي څارنه يا قرنطين کې تېروي.
د کورونا ویروس دتشخیص دا مرکز د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د مارچ په نهه ویشتمه نېټه پرانیست.
د افغانستان حکومت وايي چې له طالبانو سره د مذاکرو په پلاوي کې بدلون نه شي راتلای.
د ننګرهار والي په نوښت زیاتو اړمنو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو په موخه د کرونا فنډ په نوم صندوق پرانیستل شو.
د افغانستان روغتيا وزارت د مارچ پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په ټول هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۱۶ ته رسېدلی دی.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين وايي چې د طالبانو پلاوی به له افغان حکومت سره یواځې د بندیانو د خوشې کولو په اړه له تخنیکي پلوه خبرې وکړي.
ګوتېريش د مارچ د ۲۶مې په ماښام د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې دا څرګندونې کړې دي.
د افغانستان په غور او کندز ولايتونو کې د افغان امنيتي سرتېرو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان حکومت وايي دوی د طالبانو سره سلا شوي چې بنديان يې ورپريږدي او د ولسمشر تر تاييد او طالبانو سره د نورو خبرو وروسته به سل کسان د مارچ په يودېرشمه خوشي کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ننی بريد د انسانيت خلاف جنایت بللی. هغه د پېښې قربانيانو سره د مرستې او د بريد په اړه د تحقیقاتو حکم ورکړی دی.
د افغانستان د کورنيوو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي ګڼ خلک یې په کابل کې له هغه درمساله خونديځايونو ته رسولي چې نن سهار پرې حمله وشوه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته