د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د کندهار د برید پلټنو امر وکړ


په حمله کې د کندهار د پولیسو مشر جنرال عبدالرازق ووژل شو
په حمله کې د کندهار د پولیسو مشر جنرال عبدالرازق ووژل شو

افغان ولسمشر اشرف غني، د اکتوبر پر ۱۸مه د کندهار د خونړي برید پلټنو امر کړی دی او وايي، حالت به ژر عادي شي.

نوموړي د اکتوبر ۱۸مې شپې مهال په یوه ویډیويي وینا کې وویل، د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی به د کندهار د هغې پېښې پلټنې کوي چې پکې امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د ولایت د ملي امنیت مشر جنرال عبدالمومن حسین خېل ووژل شول.

افغان چارواکي وايي، د کندهار والي یوه ساتونکي د ولسي جرګې امنیت په اړه تر غونډې وروسته ډزې وکړې چې پکې والي زلمی ویسا، د پولیسو یو لوړپوړی قومندان جنرال نبي الهام، د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي، دوه امریکایان او د نړیوالو ځواکونو یو قراردادي ژوبل دي.

ناټو وايي، د پېښې پر مهال د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر هم موجود وو چې روغ وتلی.

ارګ خبرپاڼه: په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې تر یوې اونۍ ځنډول شوې

د کندهار والي زلمی ویسا
د کندهار والي زلمی ویسا

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې بريد په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د مشر جنرال سکاټ مېلر او رازق تر منځ تر ملاقات وروسته وشو.

جنرال رازق د کندهار امنیت لوی ستون وو

د کندهار پولیسو مشر، جنرال عبدالرازق نه یوازې په هېواد دننه د خپلو مخالفينو پر وړاندې ډېر سخت بلل کېدلو بلکې د ګاونډي پاکستان په باب هم د سخت دريځ لپاره مشهوره وو.

د افغانستان په جنوب کې تر ټولو قوي ګڼل کېدونکی سړی، جنرال رازق په دا وروستيوو کې په سپين بولدک کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستانيو ځواکونو له خوا د اغزن تار غځولو پرضد نښته کې د افغان سرتېرو مشري هم کوله. نوموړي تر دوولسو ځانمرګو بريدونو روغ وتلی وو.

جنرال رازق د مخالفه وسله والو پر وړاندې د سختو اقدماتو لپاره پېژندل کېده
جنرال رازق د مخالفه وسله والو پر وړاندې د سختو اقدماتو لپاره پېژندل کېده

جنرل رازق طالبان د پاکستان لاسپوڅي وسله وال بلل او پرضد يې ګڼ عمليات کړي دي. پاکستان او طالبانو تل دغسې تورونه رد کړي دي.

عبدالرازق په ۱۹۷۹ کال کې کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې زيږيدلی وو. هغه په ۲۰۰۱ کال کې خپل مسلکي ژوند په سرحدي پوليسو کې له کاره پېل کړ. وروسته د خپلو مخالفينو سره د سختې رویې له کبله يې ډېر ژر پرمختګ وکړ. لومړی د سپين بولدک امنيه قوماندان او وروسته د کندهار ولايت د پوليسو مشر شو.

د بشري حقونو ځينو ادارو پرې د بنديانو د شکنجه کولو تور پورې کاوه خو نوموړي دا ردول او ويل یې هر څه چې کوي د وطن ساتنې لپاره يې کوي.

د هغه تشه به پر جنوبي ولایتونه او په تېره په کندهار کې پر امنیتي وضعیت لوی اغېز پرېږدي.

XS
SM
MD
LG