د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د رایې اچولو وخت وغځول شو


ولسمشر اشرف غني د رایې اچولو پرمهال
ولسمشر اشرف غني د رایې اچولو پرمهال

په افغانستان کې د اکتوبر پر ۲۰مه له کندهار او غزني پرته په ټول هیواد کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رايې ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رایه ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رایو صندوقونو ته ولاړ شي.

ګلا جان عبدالبدیع صیاد زیاته کړه چې په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

افغان ولسمشر اشرف غنې په کابل کې د خپلې رایې په ورکولو سره د دې پارلماني تاکنو لپاره د رایو ورکولو بهیر پيل کړی دی.

د ولسي جرګې د ۲۴۹ چوکیو د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان دانتخاباتوخپلواک کمېسیون وايي چې د اکتوبر د ۲۰مې د مازدیګر تر څلورو بجو به د رایو مرکزونه پرانیستي وي.

د یاد کمېشن له خوا دا هم ویل شوي چې که چېرې د رایي ورکونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي نو دوي به د رایو ورکولو وخت له څلورو بجو پسې وغځوي.

افغان چارواکو د انتخاباتو پر مهال د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ او پر ولس یې غږ کړی دی چې راووځي او خپلې رایې واچوي.

افغان چارواکو په کندهار او غزني کې د بدامنۍ له کبله اوسمهال د پارلماني ټاکنو نه ترسره کولو پرېکړه کړېده.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله د رایې اچولو پر مهال
اجراییه رییس عبدالله عبدالله د رایې اچولو پر مهال

د خوست چارواکي وايي چې نن په یاد ولایت کې د رای اچونې ټول ۱۸۶ مرکزونه
د رای اچونکو پر مخ خلاص دي.

دوی وايي، ځینې ستونزې شته، خو د امنیتي ګواښونو له کبله هېڅ د رای اچونې
مرکز نه دی تړلی.

په خوست ښار کې د رای اچونو مرکزونو ته زرګونه خلک وروان دي، د رای اچونې
په مرکزونو کې له دې کبله د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې چې د تخنیکي ستونزو له
کبله رایې ژر-ژر نه شي استعمالولی.

د ننګرهار د ټاکنیز بهير ناضرين وايي، که موجوده تخنيکي ستونزې حل نشي زیات شمېر خلک به له رای اچونې محروم پاتې شي.

په ننګرهار کې د پارلماني ټاکنو ګډونوال د ټاکنو لپاره د نیول شویو امنيتي تدابیرو خوښ دي، خو په ټاکنیز بهير کې ځينې جدي تخنيکي ستونزې یادوي چې په خبره يې که په وخت ورته رسېدنه ونشي نو د په زیات شمېر کسان به له ټاکنو بې برخې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG