د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن ـ بولدک لار بیا پرانیستل شوه


فایل فوټو
فایل فوټو

د چمن او سپين بولدک ترمنځ تړل شوې لاره نن پرانيستل شوه. د پاکستان او افغانستان تر منځ دغه پوله د تېرو درو ورځو راهيسې بنده وه.

نن غرمه (سېشنبه) د پاکستان لور ته د افغان او پاکستانيو پوځي چارواکو ترمنځ په يوه غونډه کې د لارې بيا پرانيستلو پرېکړه وشوه.

د لارې له خلاصېدو سره سم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت لړۍ بيا پېل شوه او د پولې دواړو غاړو ته ولاړې لارۍ او نورې ګاډي یوې بلې غاړې ته تګ پېل کړ.

د چمن او سپین بولدک ترمنځ پوله د تېرې يکشنبې په ورځ تر هغه وروسته وتړل شوه کله چې په تنګه دره سيمه کې د پاکستان له لوري د اغزن تار غځولو په غبرګون کې افغان سرحدي عسکرو ډزې وکړې چې بيا وسله واله نښته پېل شوه او پوله وتړل شوه.

XS
SM
MD
LG