د کورنیوچارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د اکتوبر د ۱۹مې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې په کندهار کې د انتخاباتو د امنیت پر پلان کار روان دی.
نصرت رحیمي وویل ، “زموږ هیله دا ده چې په راتلونکو ورځوکې به هلته د ټولو انتخاباتي مرکزونو امنیت ونیسو.”
نصرت رحیمي وویل چې د جنرل رازق تر وژل کېدو وروسته د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت مشري په لنډمهاله توګه رحمت الله اطرافي کوي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون پر جنرال رازق تر مرګوني برید وروسته په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات یوه اونۍ وځنډول .
په عین حال کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايی قوماندان جنرال سکاټ مېلر ډاډ ورکړی چې دوي به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره ولاړ وي.
جنرال سکاټ مېلر ویلي چې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت به د افغانستان د امنیتي ځواکونو له غوښتنې سره سم ، د هغوي ملاتړ ته دوام ورکړي.
سکاټ مېلر ویلي، “ما تل د افغانستان ولس ته دا خبره کړې چې تاسو له هرې خوا حق لری چې پر خپلو امنیتي ځواکونو او انتخاباتو ته د هغوي پر تیاري ویاړ وکړی.”
جنرال مېلر د اکتوبر پر ۱۸مه په کندهار کې له هغه خونړي بریده ژوندی وتلی چې د کندهار امنیه قوماندان او د استخباراتو رئیس په کې ووژل شو.
سکاټ مېلر د اکتوبر پر ۱۹مه په کابل کې له طلوع ټلوېزون سره په مرکه کې وویل دی فکر نه کوي چې په کندهار کې د برید هدف دی وو.
جنرال مېلر ویلي چې د کندهار وژل شوی امنیه قوماندان ، جنرال عبدالرازق اڅکزی یې ښه ملګری وو او د وطنپال افغان په توګه یې پېژانده.