د لاسرسي ځای

تازه خبر

مخور افغان سیاستوال عبدالجبار قهرمان ووژل شو


له هلمند ولایته د ولسي جرګې ټاکنو لپاره کاندید عبدالجبار قهرمان نن چارشنبه په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک ازادۍ راډیو ته وویل چې ښاغلی قهرمان نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې په لښکرګاه ښار کې په خپل دفتر کې غونډه درلوده چې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو او اووه نور کسان سخت ټپیان شول.

د هلمند پولیسو یوې سرچینې ویلي چې باروت د عبدالجبار قهرمان په څوکۍ کې اېښودل شوي ول.

عبدالجبار قهرمان څنګه ووژل شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغان دولت مخالفو وسله والو طالبانو د هغه د وژنې ذمه واري منلې ده.

​عبدالجبار قهرمان په ولسي جرګه کې د هلمند استازی او په هلمند کې د افغان پوځیانو اوپراتیفي قوماندان پاتې شوی دی.

هلمند: عبدالجبار قهرمان له افغان سربازانو سره
هلمند: عبدالجبار قهرمان له افغان سربازانو سره

د ولسي جرګې انتخابات د را روانې شنبې په ورځ ترسره کېږي، خو د کمپاینونو پر مهال په چاودنو او بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا لس کاندیدان او ګڼ ولسي افغانان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG