د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کندهار او زابل کې ۲۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي'


بېګاه شپه د افغانستان په دوو جنوبي ولایتونو کندهار او زابل کې ۲۵ وسله‌وال طالبان او ۲ پولیس وژل شوي ۲۳ وسله‌وال طالبان او ۲ پولیس ټپیان شوي دي.

  • د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو هم‎مهاله د کندهار پر درېیو ولسوالیو میانشین، ارغستان او شاه ولي‌کوټ کې د ملي او سرحدي پولیسو پر پوستو حملې کړي چې پر مهال‌يې ۱۷ وسله‎وال او دوه پولیس وژل شوي ۲ پولیس او ۱۸ وسله‎وال ټپیان شوي دي.

د دُراني په وینا په ارغستان ولسوالۍ کې د سرحدي او ملي پولیسو پر پوستو په حمله کې ۸ وسله‎وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي.

د نوموړي په وینا په دغې جګړه کې یو ملي او یو سرحدي پولیس وژل شوی او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُرانی
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُرانی

دُرانی وايي:

"اته وسله‎وال په ارغستان کې وژل شوي او ۱۲ نور مرګوني ټپیان دي، دوی د سرحدي او ملي پولیسو پر پوستو حمله وکړه چې زموږ یو سرحدي پولیس او یو ملي پولیس شهیدان او یو سرحدي او یو ملي پولیس ټپیان شوي دي."

دُرانی وايي، په عین وخت کې ۵ وسله‎وال په میانشین ولسوالۍ او ۴ په شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د دُراني په وینا دغه وسله‎وال هغه مهال د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې ووژل شول کله چې يې د شپې ناوخته د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړې.

دغه‌راز نن سهار د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې یو ملکي کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل، د ملکي کسانو یو ټونس موټر د کلي څخه ولسوالۍ ته پر لاره و چې د وسله‎والو له‎خوا پر خښ شوي ماین برابر شو.

بل‎خوا د زابل چارواکي وايي چې تېره شپه په څلورو هوايي بریدونو کې چې افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډه ترسره کړي ۸ وسله‎وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل، دغه وسله‎وال د شېنکۍ ولسوالۍ په سیوري سیمه کې وژل شوي او ټپیان دي.

د سیال په وینا وژل شویو وسله‎والو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د حملې لپاره چمتووالی نیوه چې د هوا څخه په نښه شول.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه د دې ټولو امنیتي پېښو په اړه تبصره نه‎ده کړې.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG