د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل - د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي پر عراقي سفارت د وسله والو ننی بريد د څلورو بريدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

دې وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې حمله کې څلورو بريد ګرو برخه درلوده چې يو يې په لومړي سر کې په ځان پورې تړلي چاوديدونکو مواد وچول او پاتې درې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

دا نښته تر څلورو ساعتو پورې روانه وه. یاد وزارت وایي په دې برېد کې عراقي سفارتکارانو ته هيڅ زيان نه دی اوښتی او يوازې يو پوليس زخمي شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي: ((په لومړي قدم کې پوليسو د عراق سفير، د هغه مرستيال او د سفارت نور کارکوونکي خوندي ځای ته ولېږدول.))

د کورنيوو چارو وزارت يو وياند نجيب دانش تر دې مخکې نن مشال ريډيو ته وويل چې پوليسو په ډېرې چټکي سره د خلکو خوندي کولو کار وکړ: ((ديپلوماتان یوه خوندي ځای ته لېږل شوي وو او له کوم ګواښ سره نه دي مخامخ.))

د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش اعماق خبري سرويس ويلي چې برید دې ډلې کړی دی.

پر عراق سفارت برید او د افغان ځواکونو عملیات
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

'د جام منار د ړنگیدو له خطر سره مخامخ دی'
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG