د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ځدراڼ ولس پرمختیايي کارونه غواړي


د خوست درېیو ځدراڼ میشتو ولسوالیو نادرشاه کوټ، شمل دوه منده او سپیرې قومي مخور، مدني فعالان او ځوانان وايي، چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د یادو سیمو پرمختګ ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

دوی یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د خوست د ملکي او پوځي چارواکو سره په کتنه کې وکړې.

د یادې ناستې تابیا چې د ځدراڼو قومي یووالي ټولنې کړې وه، ګډونوالو يې ویل د ځدراڼو په درې واړو ولسوالیو کې خلک د پوهنې، روغتیا او سړکونو په برخو کې ګڼې ستونزې لري او په یادو ولسوالیو کې د بیارغونې پوره کارونه نه دي شوي.

د ځدراڼو قومي یووالي ټولنې مشر ډاکټر عبدالحکیم ځدارڼ مشال راډیو ته وویل، کچیرې حکومت هلته د بیارغونې پروژې پلان کړي، نو ټول سیمه وال به ورسره په امنیت کې همکاری وکړي.

ډاکټر عبدالحکیم ځدارڼ زیاتوي:

((زموږ درې ځدراڼ میشتې ولسوالۍ نادرشاه کوټ، شمل دومنده او سپیره په تېرو پنځلسو کلونو کې د تعلیم، روغتیا او بیارغونې په برخو کې ډېرې وروسته پاتې شوې دي، موږ دلته دولت او خلکو ته اطمینان ورکوو چې د امنیت په برخه کې به همکاري کوو تر څو پدې سیمو کې د دولت هغه انکشافي برنامې پلې شي.))

د سپیرې یو تن قومي مشر مارک ځدراڼ د یادې ولسوالۍ له لارې پکتیکا ته د غځیدلي سړک د اساسي رغونې او پخولو غوښتنه وکړه.

مارک ځدراڼ وايي که یاد سړک پوخ شي، نو د غزني، کندهار او هرات څخه د مالونو د راوړلو لپاره به دا لاره ډېره لنډه وي.

مارک ځدراڼ وویل:

((اوله غوښتنه داده چې د ځدراڼو له لارې باید د پکتیکا او خوست تر منځ سړک په پاخه ډول ورغول شي، کچیرې دا لاره جوړه او اباده شي، نو د غزني، کندهار، هرات او نورو ولایتونو ټول موټر به پدې لاره راځي، موږ نن د دې لپاره راغلي یو چې والي صیب راته مخکې شي او مرکز ته زموږ ټولې خبرې او مشکلات ورسوي.))

د یادې ناستې ګډونوالو د خوست چارواکو ته د دوی د پوهنې او روغتیا له حالت څخه شکایت وکړ او تور يې پورې کړ، چې په یادو سیمو کې یو شمېر ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي خیالي دي.

د نادرشاه کوټ یو تن قومي مشر غنچه ګل په دې اړه وايي:

((د نادرشاه کوټ په ساحه کې د نجونو هېڅ مکتب وجود نلري، نه يې ابتدایه شته، نه يې متوسطه شته او نه يې لیسه شته، په نادرشاه کوټ کې يې دېرش بستریز روغتون ته وداني جوړه کړې خو حتی یو ډاکټر هم نلري، هغه بل کلینک کې یو ډاکټر دی، یوه ډاکټره نو لدې کبله ډېرو ستونزو سره مخامخ یو.))

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د ځدراڼ میشتو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې او غوښتنې پر ځای وبللې او ويې ویل، پخوا په خوست کې د سیمو انډولیز پرمختګ په پام کې ندی نیول شوی.

ده په ځانګړي ډول صبري، تریزي، باک، موسی خېل، قلندر همدارنګه درې ځدراڼ میشتي ولسوالۍ هغه سیمې یادې کړې، چې خلکو ته يې پوره کارونه ندي شوي.

خوست والي وویل د سپیرې له لارې پکتیکا ته د غځیدلي سړک پخول، د نادرشاه کوټ روغتون ته د تشکیل پیدا کول او د یادو سیمو د پوهنې بهیر ښه کیدل يې په کاري لومړیتوبونو کې دي.

ښاغلي حبیبي وویل:

((ما چې کله د سپیرې وضعیت ولیدو دې ماته په خپله خبرې کولې، هماغه وو چې ما یادې ولسوالۍ ته اته رييس صایبان ولیږل، هغوی ته مې وویل د دوی وړاندیزونه راوړئ، ما هغه وړاندیزونه په پلان کې اچولي دي، انشاالله زه به ډېر نږدې وخت کې د سروې ټیمونه درلیږم چې نه یوازې تر ولسوالۍ پورې بلکې د پکتیکا تر سرحد پورې غواړم دا سړک درته سروې او ډیزاین کړم تر څو د راتلونکې کال په پرمختیايي بودجه کې ونیول شي، نادرشاه کوټ کې دوه، درې بنده تر کار لاندې دي، د نارشاه کوټ شفاخانه په رښتیا هم دا ډېر وخت په جنجال کې وه، اوس تکمیل شوه او په تشکیل يې کار کوم.))

د یادونې وړ ده، ډېری ځدراڼ د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په غرینو سیمو کې اوسیږي، دوی له پخوا د څښاک د پاکو اوبو د کمښت، روغتیا او پوهنې په برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي، که څه هم دوی خپلې ستونزې بیا بیا له ځايي چارواکو سره شریکې کړي، خو لا هم یادې ستونزې په خپل ځای پاتې دي.

XS
SM
MD
LG