د لاسرسي ځای

د لوګر نوي سلنه زده کوونکي په کانکور کې بریالي شوي


د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د ۱۸۰ نجونو په ګډون ۲۹۰۶ تنو زده کوونکو ګډون کړی وو، چې نوي سلنه يې پوهنتونونو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي دي.

د چارشنبې په ورځ د لوګر د پوهنې رييس اکبر ستانکزي په کانکور کې د بریالیو زده کوونکو په ستاینغونډه کې چې د یاد ولایت د ښاروالۍ په تالار کې جوړه شوې وه مشال راډیو ته وویل، د کانکور ازموینې پایلې وښوده، چې په لوګر کې د پوهنې کیفیت ښه شوی دی.

اکبر ستانکزی وویل:

((د کانکور د نتایجو نه د لوګر د شاګردانو ارزونه ډېره ښه کیدای شي، موږ له نوي فیصدو نه زیات کامیابان لرو او زموږ ممتازو شاګردانو د افغانستان په سطحه ډېرې ښې نمبرې اخیستي او د خپلو خوښو پوهنځیو ته کامیاب شوي دي، الحمدالله د لوګر با استعداده ځوانان دي، ويښ ځوانان دي او انشاالله د افغانستان اینده به هم دوی جوړوي.))

د لوګر څخه د کانکور ازموینې د لوړو نمرو اخیستونکی بلال وايي، د هدف ټاکل او د هغې لپاره تصمیم نیونه د بریا اساسي لاره ده.

بلال وايي:

((چې زه کله دوولسم صنف ته رسیدلم ما له مخکې تصمیم نیولی وو، خپله د طب پوهنځي ته کامیاب شوم، ځکه تصمیم د بري لومړی شرط دی، د دې لپاره مې پلان جوړ کړ او په هغه مې ګام پر ګام عمل وکړ او تر هغه وروسته زه خدای تعالی خپل هدف ته ورسولم، په ۳۳۶ نمرو د ننګرهار طب ته کامیاب شوی یم.))

د کانکور بریالي زده کوونکي وايي، یادې ازموینې ته د تیاريو د ځینو پروګرامونه تعقیبول د دې لامل شول، چې دوی ښې نتیجې ترلاسه کړي.

ملي سوداګر عبدالرحمن وطنوال د هغو کسانو څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې يې د کانکور د تیاریو لپاره کورسونه جوړ کړي او په هغه کې زرګونو زده کوونکو وړیا زده کړې کړي دي.

ښاغلی وطنوال وايي، کچیرې شتمن کسان د خپلې پانګې لږه برخه هم د ځوان نسل پر روزنه ولګوي، نو د پوهې کچه ورسره لوړیږي او ښې نتیجې ورڅخه په لاس راځي.

ده وویل:

((که موږ علم او پوهه ولرو، د سیاسي بصیرت کچه مو اوچته وي، مسلکي پوهه ترلاسه کړو، هم به مو دنیا او اخرت برابر وي او د سیال سره به سیال وو، زه ډېر شتمن نه یم کله چې لږه خواري او غریبي کوم د هغې یوه برخه د ځوانان زده کړو ته بیلوم، که خدای توفیق راکړي دا سلسله به روانه وساتم.))

د ملي سوداګر عبدالرحمن وطنوال د کورسونو یو ګډونوال چې د کانکور په ازموینه کې يې ښې نمرې اخیستي او د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی شوی وايي:

((نوم مې فضل ربي دی، وطنوال صیب موږ ته ډېره ګټه ورسوله، په درسونو کې يې ډېره راسره مرسته کړې چې بالاخره موږه د کانکور په ازموینه کې په عالي نمرو سره خپلې خوښې پوهنځي ته کامیاب شو او ډېره مننه ورڅخه کوو، پوهنې ریاست څخه غواړو چې موږ ته باید کورسونه جوړ کړي تر څو پوهه مو ډېره شي او غریبو شاګردانو سره دې پدې برخه کې کمک وکړي.))

د بریالیو زده کوونکو په ستاینغونډه کې د لوګر والي حلیم فدايي وویل د ښوونځیو تر څنګ په خپله کورنۍ هم مسوولیت لري، چې خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي او د هغوی د زده کړو د بهیر پوښتنه وکړي.

ښاغلي فدايي وايي:

((که زه تعمیر جوړوم او که زه نصاب جوړوم، بیا نو والدین مسوولیت لري، چې خپلې لوڼې او زامن ورته واستوي، که ويې نه لیږي نو موږ د معارف هغو هدفونو ته نه یو رسیدلي، د پوهنې اساسي موخې د فکر اصلاح، د عمل اصلاح، د چلند اصلاح او بالاخره په ټولنه کې مثبت او ممد تغیر او بدلون دی، چې هم فردي او هم عامه ګټې تضمین کړي.))

د لوګر چارواکي په داسې مهال د پوهنې د کیفیت له ښه والي ډاډ ورکوي، چې د یاد ولایت له ۳۰۷ بابه ښوونځیو څخه ۱۱۷ يې ودانۍ نلري او د پنځه سوو کسانو په شمېر د مسلکي ښوونکو له کمښت سره هم مخامخ دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG