د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په هرات کې دوو ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه ۲۹ کسان وژلي دي


تر برید وروسته حالت
تر برید وروسته حالت

د هرات ولایتي چارواکي وايي چې دا برید تېره شپه د بکراباد سیمې پر جوادیه جومات شوی چې تر ۶۰ زیات کسان پکې ټپي شوي هم دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عدالاحد وليزاده د یادې پېښې په اړه مشال راډیو ده وویل ، دوه ځانمرګي وو چې یو لومړی جومات ته ننوتی او بل ورپسې چاودنه کړې.

افغان ولسمشر اشرف غني غږ کړی چې ولس او ديني عالمان دې په ګډه د ترهګرو دوحشتونو پرضد خپل غږ پورته کړي.

د ولسمشر اشرف غني له خوا دا غوښتنه بېګا له ارګه په خپره شوې یو خبرپاڼه کې شوې ده.

ولسمشر غني ویلي چې ترهګرو پر عامو افغانانو ، جوماتونو، تکيه خانو او نورو مقدسو ځايونو په بريدونو سره دا په ډاګه کړې ده چې دوی د اسلام پرضد دي.

XS
SM
MD
LG