د سرپل ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې د لسګونه ولسي افغانانو په وژنه کې وسلهوالو طالبانو او د داعش ډلې یوه قوماندان لاس درلود.
د صیاد ولسوال شریف امینیار ویلي چې دا حملې د داعش او طالبانو لهخوا په ګډه د اسلامي دولت په نوم شوي دي.
امینیار وايي، باوري راپورونه ښيي چې ۵۰ تنه د وسلهوالو طالبانو لهخوا وژل شوي چې پکې ۱۸ ځايي پولیس او ملېشه او نور عام خلک شامل دي.
امینیار وايي، دا حملې د طالبانو او داعش د دوو قوماندانانو لهخوا پر ولسي افغانانو شوي چې د طالبانو مشري ملا نادر او د داعش مشري ملا غضنفر کوله.
خو وسلهوال طالبان وايي، دا حملې یوازې د دوی کسانو کړې ده.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، ملا غضنفر د طالبانو وفاداره کس دی خو په حملو کې یې ملکیان نه دي وژلي.
ویل کېږي دغه ملکیان هغه وخت وژل شوي چې وسلهوالو طالبانو او داعش جنګیالیو په ګډه د میرزا اولنګ سیمه د شنبې په ورځ په خپل کنټرول کې راوسته.
په میرزا اولنګ باندې دوه ورځې سخته جګړه روانه وه.
د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني بیا وايي، ۲۵ کسان لادرکه هم دي.
په میرزا اولنګ کې د وژل شویو ملکیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د سرپل والي ظاهر وحدت بیا تائیدوي چې د صیاد او په خاصه توګه د میرزا اولنګ کنټرول د دوی له وسه وتلې خبره ده.
هغه له مرکزي حکومته د لا زیات ملاتړ غوښتونکی دی.
د سرپل والي ظاهر وحدت وايي:
"میرزا اولنګ د صیاد امنیتي دروزاه ده. صیاد د سرپل د امنیت لپاره ډېر مهم دی او سرپل هم د ټول شمال لپاره خاص اهمیت لري. له مرکزي حکومته مو غوښتنه کړې او بیا یې هم وایو چې د میرزا اولنګ، کوهستاناتو، سوزمه قلعه او ځینو نورو سیمو د بیا نیولو توان د سرپل سیمهییز حکومت نهلري."
د افغان حکومت مشرانو د سرپل ولایت په میرزا اولنګ سیمه کې د خلکو وژنه غندلې ده.
د افغانستان جمهوري ریاست په یوه بیان کې د وسلهوالو مخالفنیو دغه کار د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او جنګي جنایت بللی دی.
اخوا اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې افغان پوځیان به په ټول توان د میرزا اولنګ د بیا نیولو او د خلکو د وژونکو د ځپلو هڅې وکړي.
که څه هم وسلهوال طالبان او داعش جګړه مار سره جوړ نه دي او په ځینو سیمو کې یې سختې نښتې هم سره کړې دي، خو د راپورونو پر اساس کله کله ځینې طالب قوماندانان داعشیانو ته وراوښتي وي.
راپور: صفيالله ستانکزی