د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان – پاکستان سوداګرۍ ځنډېدلې خبرې بیا پیلېږي


د پاکستان او افغانستان تر مينځه دوه کالو راهسې د ځند ښکار د اعلی پايي تجارتي مذاکرات بيا د شروع کولو فيصله شوې ده.

د سرکاري خبري ايجنسۍ اسوسييېټېډ پرېس پاکستان د یوه بيان له مخې په سیپټمبر کې د پاکستان - افغانستان مشترکه اقتصادي کمېشن غونډه په کابل کې رابلل شوې ده.

د چارشنبې په ماښام په اسلام اباد کې د پاکستان خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار او په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخيلول تر مينځ لیدنه کې افغان سفير د خبرو لړۍ بیا پیلولو وړاندېز کړی دی.

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي چې مشترکه اقتصادي کمېشن غونډه به د دواړو ملکونو تر مينځه اقتصادي مرستتې زياتولو لپاره د خبرو اترو موقع ورکړي.

د نوموړي په وينا چې اقتصادې مرستو کې زياتوالي بهنه يواځې پاکستان افغانستان بلکې سيمه ايزو مرستو او تجارت ته به هم وده ورکړي.

واضځه دې وي چې د پاکستان او افغانستان تر مينځه پر پولو او نورو شخړو له وجې سفارتي، تجارتې او نور دوه اړخيزه اړيکې خرابې شوې وې خو کار پوهان وايي چې د کمېشن غونډې له رابللو سره به د دواړو ملکونو اړيکې يو ځل بيا بحالېدو امکان کېدلی شي.

د اقتصادي چارو کار پوه او خبريال مبارک زيب وايي چې د دوارو ملکونو اقتصاد ته وده ورکول د وخت ضرورت دې او د نړۍ پر نورو هېوادونو د تکیې کولو پرځای دواړو ته به خپل تجارت او معیشت ښه کول وي.

((کابل ته او اسلام اباد ته پکار ده چې تجارت له سياسي شخړو بېل کړي او چې کله هم تجارت سېوا کېږي نو د دواړو ملکونو د تاجرانو په ګټه ده. په جغرافيايي توګه پاکستان د افغانستان لپاره او افغانستان پاکستان لپاره يو ښه تجارتي مرکز دی. نو ښه خبره دا ده چې د دواړو ملکونو مشران،سياسي لېډران پاليسي جوړونکييو ځای کښېني او په دې خبره وکړي ځکه چې دواړه خوا د تجارت زياتې موقعې او صلاحيت شته نو په تجارت کې له ۵ تر ۶ بیليونه ډالرو پورې زياتوالی راتلی شي خو که چېرې په دې له سنجیدګۍ سره کار وشي.))

يو بل د سيمه ايزو چارو کار پوه او خبريال طاهر خان وايي چې چې راتلونکې غونډې سره به نه يواځې د دواړو ملکونو د تجارت لارې بيا ازادي شي بلکې د پاکستان افغانستان تر مينځه رامخي ته شوې تاو تريخوالې او سفارتي اړيکې به هم بيا په خپله لاره روانې شي

(( چې کله د پاکستان او افغانستان تجارت دغه سې دوام لري او څه رکاوټ او مشکلات پکې مخې ته نه راځي نو ظاهره خبره ده چې دې سره به تګ راتګ کېږي او چې تګ راتګ زيات شي نو هاغه په تعلقاتو هم اثر کوي هاغه حکومتونه بيا پدې مجبوره وي چۀ ۀګوي په خپلو سياسي مسلو يو وارې بيا غور وکړي او د هغې د حل لاره راوباسي.نو د دې خلکو ناستې سره به د دواړو ملکونو په سياسي او سفارتي تعلقاتو هم مثبت اثر پريوځي))

ياده دې وي چې د جی ای سي (مشترکه اقتصادي کمېشن) غونډه د ۲۰۱۵ په نومبر مياشت کې په اسلام اباد کې شوې وه.

د راپورونو تر مخه د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا په دې مذاکراتو کې د هند شاملېدو سره مشروط کړل شوي وو چې د څه له وجې دا د ځنډ ښکار شو.

جې ای سي داسې یو فورم دی چې تجارت ته د ودې ورکولو، دوه اړخېزه تجارت لارې، د رېلوی منصوبې غوره کولو د افغان زده کونکيو لپاره د سکالرشپ سکيمونو پشمول نورو محکمو کې په مشترکه منصوبو کار کوي.

XS
SM
MD
LG