د لاسرسي ځای

تېر ماښام خواوشا اته بجې د خوست ښار د پروژې پل په سیمه کې ویالې ته یو ګاډی لویدلی، چې په کې سواره ۷ کسان چې ټول د یوې کورنۍ غړي ول وژل شوي دي.

وژل شوي کسان څلور وروڼه او درې يې ورارونه ول.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین مشال راډیو ته وویل، دا چې په ښار د باران اوبه راغلې وې او د ماښام په تیاره کې ویاله ښه نه مالومیده، نو موټر ویالې ته لویدلی دی.

ده وویل، د پيښې جسدونه روغتون ته لیږدول شوي ول او د شپې په ۱۲ بجو يې خپلوان پیدا شول چې جسدونه يې انتقال کړل.

ګل محمدالدین وايي،بېګاه خواوشا اته بجې په یو کرولا ډوله موټر کې اوه کسان سواره ول، چې د باران د راوتلو له کبله يې د پروژې پله په سیمه کې موټر ویالې ته چپه شوی وو، چې په نتیجه کې اوه نفره ټول په شهادت رسیدلي دي،

نوموړی زیاته کړه، د شپې تر دوولسو بجو د دوی وارثین نه وو پیدا شوي، په دې وخت کې د دوی وارثین پیدا شول او د مړو جسدونه مو د دوی وارثینو ته تسلیم کړل.

د پيښې یو تن عیني شاهد بصیر حسن وايي، په ویاله کې د باران اوبه ډېرې وې، او له ګاډي څخه د وژل شویو کسانو را ایستلو ډیر وخت ونیو.

ده وویل، وژل شوي کسان څلور وروڼه او درې نور يې ورارونه ول.

د خوست ښار یو اوسیدونکي قدیر الله هاند وویل، کچیرې مسوولو ادارو د دې ویالې څخه کټارې یا نور موانع راتاو کړی وای، نو دا پيښه نه کیده.

ده غوښتنه وکړه چې مسوولې ادارې دې په دې برخه کې اقدام وکړي.

خوست چې تیز او شړکنده بارانونه لري، د بارانونو پر مهال ډېر کله په خوست ښار اوبه راځي او د سړک او ویالو مالومات په کې نه کیږي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG