د لاسرسي ځای

رپورټ: واصل وصال، ازادي راډیو

کابل - د فراه والي وايي، د دې ولایت د پشت کوه او ګلستان په ولسوالیو کې د ایران د سپاه پاسدران د ډلې سلاکارانو له طالبانو سره مشورې او خبرې اترې کړي.

محمد عارف شاه جهان د دوشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې فراه ولایت له ایران سره۲۸۹ کیلو متره ګډه پوله لري او دوی په دغه پولې په بشپړ ډول کنټرول نه لري چې له امله يې ایراني سلاکاران پرې په ډېرې اسانۍ سره دواړو لوریو ته تګ راتګ کوي.

شاه جهان دا هم وايي چې، ایران يو شمېر طالب مشرانو ته په خپل هېواد کې د نورو امکاناتو ترڅنګ کورونه هم ورکړي دي.

((په دقیق ډول دوی ایران ته تګ او راتګ لري، کورونه او نور امکانات هلته د دوی په واک کې دي، ډېر زیات امکانات دوی ته ورکول کېږي.))

د فراه والي وايي، ایراني سلاکاران د تیغو، بهرامچې او پشمیکه او يو شمېر نورو لارو څخه فراه ته تګ راتګ کوي.

شاه جهان د خپلو يادو ادعاو د اثبات لپاره کوم اسناد وړاندې نه کړل خو زیاته يې کړه چې معلومات يې ((کاملاً موثق او دقیق)) دي.

نوموړی وايي، وسله وال طالبان په فراه ولایت کې په کافي اندازه پیسې او پوځي امکانات په واک کې لري او د دې ولایت په يو شمېر ولسوالیو کې فعالیتونه کوي.

شاه جهان په فراه ولایت کې د ایران لخوا د پوځي مرکزونو د جوړولو خبره ردوي وايي چې په دغه ولایت کې روسی وسلې هم په طالبانو وېشل شوي دي.

د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور تېر کال په بلوچستان کې د يوې بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې منصور په داسې حال کې ووژل شو چې له ایران څخه پاکستان ته روان وو.

خو له دې ټولو سره سره ایراني چارواکو تل دا خبره کړې چې د ایران او افغانستان مناسبات د متداولو او ګډو امنیتي ګټو په اساس دي.

د افغان طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ایران لخوا د دوی د ملاتړ په تړاو راپورونه رد کړي دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG