د افغان پرمختیايي لوبډلې لپاره دغه ستاینغونډه د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ ختيځ کريکټ اکاډیمۍ کې د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه چې د کريکټ په سلګونو مینه والو په کې ګډون کړی و.
د افغانستان د جوزجان ولایتي چارواکي وايي چې داعش وسله والو په دغه ولایت کې د نړیوال سره صلیب شپږ کارکوونکي وژلي دي.
په کندهار کې یوه خاوند خپلې مېرمنې ته اور اچولی او هغه يې سوځولې ده. دغه ۳۵ کلنه مېرمن چې رازقه نومېږي اوس د کندهار میرویس روغتون د ښځو په واټ کې تر درملنې لاندې ده.
د خوست قومي مخور وايي، چې د پيژندل شویو مشرانو له منځه د یو داسې جرګې د جوړولو په لټه کې دي، چې په یاد ولایت کې د ولس د یووالي، د امنیت د خوندیتوب، قومي لانجو د حل او د دولت او ولس تر منځ د اړیکو په نږدې کولو کې عملاً کار وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي څانګې مسؤل محمد اسماعیل کاووسي مشال راډيو ته وویل چې د سترې محکمې مخې ته نننۍ چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې درې تنه هغه موټر تښتونکي يې نیولي، چې په نورو ولایتونو کې به يې د ګاډو غلاوې کولې.
د افغانستان د نورستان ولایت د برګیمتال ولسوالۍ په حفصي کلي کې د برف کوچ ( واورې ګټ د ښویېدو) له وجې پنځوس جسدونه راویستل شوي دي او دنورو جسدونو په راویستلو خلکو بوخت دي.
ځیني کارپوهان وايي اوس مهال په افغانستان کې د کتابونو مینه وال په بې ساري ډول زیات شوي دي. په پلازمېنه کابل کې د کتابونو لسګونه لوی مفشن پلورنځي جوړ شوي او خلک د خپلې خوښې مطابق کتابونه ترې اخلي
د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه ليک کې دا يو مهم شرط وو چې د د حکمتيار تر څنګ د هغه د ډلې ځينې نور مشران هم د ملګرو ملتونو له تور ليست وباسي.
د ځوانانو غږ نننۍ خپرونې ګډونوالو ګلالۍ اسماعيل او ګلالۍ حېدري وويل، مېرمنې د ابادۍ نيمايي برخه جوړوي او تر څو چې دوی په تعليم ،سياست، اقتصاد او د ژوند په نورو برخو نه وي ورګډې شوي نو تر هغو به پښتنې ټولنه وروسته پاتې وي.
د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې دا پلا هغه نجونې د قابله ګی او نرسنګ دوه کلن پروګرام ته نیسي، چې په سیمو کې يې نرسانې او قابله ګانې نه وي او کلیوالي شوراګانې يې دا تضمین وکړي، چې خویندې او لوڼې به يې په خپلو کلیو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته