په خوست کې هغه ګڼ افغان کډوال چې په تېره یوه لسیزه کې له مهاجرته راستانه شوي، وايي چې دا څو کاله د کورونو د جوړولو لپاره د نمرو تعرفې ورکړل شوي، خو دوی ته عملاً ځمکې ندي ورکړل شوي.
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پاکستان له لوري د تورخم بندر د تړلو په غبرګون کې وايي چې دغه...
د تورخم او وېش پولي نن د جمعې په ورځ د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې دي او څرګنده نهده چې کله پرانيستل شي.
د پاکستان لاهور کې د دوشنبې ورځې د ځانمرګي برید په تړاو د دغه هېواد د پولیسو له لوري د یو شمېر افغان کډوالو تر نیولو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو څېړنو مرکز پر پاکستان غږ کوي چې په هغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو څخه سیاسي استفاده ونهکړي.
د خوست اوسیدونکي وايي، چې روسان اوس هم د افغانستان په روانو جګړو کې لاس لري او غواړي، چې پدې هېواد کې د جګړو د دوام له لارې له افغانانو د خپل پوځ تیري د ماتې غچ واخلي.
راپورونه وايي، د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو سفير چې تېره مياشت په کندهار کې ټپي شوى و، ساه ورکړه.
د جنازې ګډونوالو د افغان حکومت او د کندهار له چارواکیو دا هم وغوښتل، چې د سمونوال یعقوب د وژنې پېښه دې وڅېړل شي او نتیجې دې له دوی سره شریکې کړل شي.
د دوشنبې په ورځ د خوست ولایت اړوند د تریزیو او علشېرو تر منځ سل متره اوږ پل د نږدې دوه اتیا میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندهار سوداګرو او صنعتکارانو د برېښنا د پرچاوۍ او کمښت له امله سر له سبا د خپلو فابریکو د تړل کېدو ګواښ ...
په داسې حال کې چې نړۍ کې رسنۍ او د معلوماتو سرچینې ورځ تر بلې د پرمختک په حال کې دي او سوشیل مېډیا یا ...
د بشري حقونو څار سازمان وايي، له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو اېستل غیر قانوني او د ټولو نړيوالو قوانينو او کنوانسینونو خلاف عمل دی.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې نن د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خوست د امنیه قوماندانی اداري مرستیال سمونوال محمدیعقوب بریمن په کندهار کې وژل شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته