د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د واورې ورېدو له وجې ۱۳۵ کورونه تخریب شوي


د ارشیف انځور

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوولین وایي چې د شېرزادو ولسوالۍ اړوند په یو شمېر کلیو کې د واورې ورېدو ۱۳۵ کورونه تخریب کړي، ۲۵۰ څاروي یې وژلي او په زرګونه جریبه ځمکه باندې ولاړ فصلونه یې لاندې کړي دي.


د ولایت مطبوعاتي مسوولین زیاتوي چې په شېزادو ولسوالۍ کې تر دوه مېټرو پورې واوره ورېدلې ده.


دوی وایي چې د ننګرهار په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د ورښت له امله کورونه تخریب شوي، څاروي وژل شوي او فصلونه د وارو لاندې شوي چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

که څه هم ننګرهار د افغانستان له ګرم سیرو ولایتونو څخه ګڼل کېږي خو په ځینو غرییزو سیمو کې یې د افغانستان د سړو سیمو په څېر واورې وریږي. په کلیوالو سیمو کې د واورو ځپلو خلکو سره حکومتي مرستې ډېره په کمه پیمانه تر سره کېږي او اکثره وخت د کلي خلک په خپلو مټو مرستندویه چارې پرمخ وړي.

XS
SM
MD
LG