د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې نن د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خوست د امنیه قوماندانی اداري مرستیال سمونوال محمدیعقوب بریمن په کندهار کې وژل شوی دی.
د پاکستاني وزيراعظم بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د خالي پر ورځ په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې وزیراعظم نوازشريف له امريکايې ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په لومړيو ټيليفوني خبرو کې د افغانستان پر حالاتو ، ترهګرۍ ضد جګړې او تجارت ته د وده ورکولو پر موضوعاتو ګټه ورې خبرې کړې وې.
د شنبې په ورځ د کابل پولتخنیک پوهنتون استاد، د پارلمان په څوارلسمه دوره کې د خوست وکیل او په ګوندي چارو کې د پخواني جمهور رييس نجیب الله مرستیال میرصاحب کاروال جنازه د دوی په پلرنی هدیره د خوست په متون کې خاورو ته سپارله شوه.
افغان چارواکي وايي د طالبانو په لیکو کې د اختلافونو زیاتېدل د یادې ډلې د بې اتفاقۍ او کمزورۍ نښه ده. دا په داسې حال کې ده چې دې وروستيوو کې د رپورټونو تر مخه د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوي والي عبدالمنان د خپل مشر هيبت الله ځينو پريکړو سره مخالفت ښودلی.
نن لښکرګاه ښار کې په يو ځانمرګي برید کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي د پېښې اکثره قربانيان بې وزله ملکي وګړي دي چې په ښار کې يې سوال کاوه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن کابل کې د افغانستان استخباراتي ادارې (ملي امنيت يا NDS) چارواکو سره په غونډه کې وويل چې په سختو حالاتو کې د ترهګرو له منځه وړلو لپاره د دوی کار ستايي.
افغان چارواکي وايي په هلمند ولایت کې د امریکا جنګي الوتکو د وسله والو طالبانو هدفونه په نښه کړي دي. د هلمند والي حیات الله حیات نن لښکرګاه کې د پوځي چارواکو سره يوځای په يوه خبري غونډه کې وويل چې د دوی لومړۍ څيړنې ښئ چې د جمعې په شپه شوي بمبارۍ کې وژل شوي کسان، ملکیان نه بلکې وسله وال دي.
د خوست قومي مخورو او دیني عالمانو تر اوږدو بحثونو، جرګو او ناستو وروسته بالاخره د ټولو په خوښه د ښځې ولور درې لکه افغانۍ وټاکه.
د خوست یو شمېر قومي مخور، مدني فعالان او ځوانان د حکومت له چارواکو غواړي چې د کریکټ بورډ د پخواني رییس نسیم الله دانش د ګوښه کېدو لاملونه دې په ډاګه شي.
ماسکو په داسې حال کې د افغانستان په اړه د يوه بل کنفرانس تابيا نيسي چې په افغانستان کې اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش سر راپورته کړی او د يو شمېر خونړيو بريدونو مسوليت يې منلی دی.
کندز کې جګپوړي پوځي چارواکي د پامیر "۱" تصفیوي عملیات د پای ته رسېدو همدارنګه د پامیر "۵" په نوم د افغان ګډو ځواکونو د تصفیوي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته