د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ژباړل شویو کتابونو کاروبار


په کابل کې د کتابونو یوه هټۍ
په کابل کې د کتابونو یوه هټۍ

طارق نجیب د ننګرهار یو زلمی دی چې له بیلا بېلو ژبو نه یې څو کتابونه پښتو ته ژباړلي دي. دی وايي له تېرو څو کلونو راهېسې ژباړې کوي او اوس یې لاس دومره بر شوی چې د انګلیسي او اردو ژبو دوه سوه مخیز کتابونه په اونیو کې ژباړلی شي. نوموړی وايي که څوک مینه ورسره ولري نو ژباړه ګران کار نه دی:

« ما ته ژباړه ګرانه نه ده، یو دلیل به یې ښايي دا وي چې زما ورسره شوق دی، او زړه مې ورته نه تنګیږي، نو څوک چې پراخه سینه ولري او د لیکلو او لوستلو سره یې زړه نه تنګیږي نو هغه ته بیا ژباړه ګران کار نه دی.»

طارق نجیب یو له هغو لسګونو هماتور یا شوقي ژباړونکیو څخه دی چې اوس مهال په افغانستان کې کتابونه ژباړي او د دې باوجود چې د دې کار څوک حق الزحمه هم نه ورکوي شپږ کتابونه یې ټولنې ته وړاندې کړي دي.

په کابل کې د کتابونو یوه هټۍ
په کابل کې د کتابونو یوه هټۍ

ځیني کارپوهان وايي اوس مهال په افغانستان کې د کتابونو مینه وال په بې ساري ډول زیات شوي دي. په پلازمېنه کابل کې د کتابونو لسګونه لوی مفشن پلورنځي جوړ شوي او خلک د خپلې خوښې مطابق کتابونه ترې اخلي. همدارنګه په ولایتونو او عین په ځینو ولسوالیو کې هم کتاب پلورنځي جوړ شوي چې د نورو کتابونو ترڅنګ پکې ژباړل شوي اثار هم خرڅلاو ته وړاندې کېږي.

په ننګرهار کې د مازیګر کتاب پلورنځي مشر عزت الله ځواب وايي، د خلکو د تندې د ماتولو په موخه دوی ژباړې چاپوي او خرڅوي یې:

« موږ ژباړونکي هڅوو چې له نورو ژبو ښایسته کتابونه پښتو ته راوژباړي، بیا یې ورته خپروو. داسې لیکوالو او ژباړونکیو ته مونږ حق الزحمه هم ورکوو، موږ لسګونه ژباړل شوي کتابونه چاپ کړي دي. »

په افغانستان کې د ژباړل شویو کتابونو بهیر دومره ګړندی شوی چې اوس مهال د نړۍ د مشهورو لیکوالو تازه اثارپه پښتو او فارسي ژبو چاپ کېږي.

د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو هیوادونو د لیکوالو یادښتونه او څېړنې خلک زیات خوښوي.
لیکوال هیله من غزنوي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مجلې مسول مدیر، لیکوال او ژباړن عبدالباقي هیله من غزنوي وايي، اوس مهال ډېرې زیاتې ژباړې کېږي . له دوی مې وپوښتل خلک څه ډول ژباړې ډېرې خوښوي: هغوی راته وویل:

« هغه په اثر پورې مربوط دی، مثلا که یو مشهور نړیوال لیکوال وي او په سیاسي موضوع یې کتاب لیکلی وي نو د هغه د کتاب ژباړې ته خلک تږي وي. د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو هیوادونو د لیکوالو یادښتونه او څېړنې خلک زیات خوښوي. »

په کابل کې د کتابونو یوه هټۍ
په کابل کې د کتابونو یوه هټۍ

د افغانستان د ولسمشر فرهنګي سلاکار استاذ اسدالله غظنفر په خپله یوه وروستۍ لیکنه کې چې د ژباړې په اړه یې د بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته کړې لیکي:​« ښه ژباړه اسانه چاره نه ده، عالي ژباړه نه یوازې تجربه بلکې له کار، ژبې او اولس سره مینه هم غواړي. »نوموړی د خپلې مفصلې مقالې په یوه برخه کې د ژباړن او لیکونکي ډاکټر لطیف بهاند خبرې هم اقتباس کړي چې وايي:« په یوه ژبه کې لوی کره کتونکي هغه وخت پیداکیږي چې لوی لیکوال پکې پیداشي. »

زموږ په وطن کې دغه مشکل شته چې زیاتره ژباړونکي غیر مسلکي دي. مسلکي ژباړونکي هېڅ نه لرو.
لیکوال او ژباړن خان محمد ستانکزی

دلته په پراګ کې مې له لیکوال او ژباړونکي خان محمد ستانکزي نه و پوښتل چې په افغانستان کې اوسنۍ شوې ژباړې څومره معیاري دي، هغوی راته وویل:

« دا خو حقیقت دی، معلومه خبره ده چې ترجمه سخت کار دی، ما ته نه ده معلومه چې په افغانستان کې مونږ د ترجمې په نوم کوم پوهنځی لرو که نه یې لرو، دلته په پراګ کې د ترجمې په برخه کې پوهنتونونه د لیسانس او ماسترۍ تر کچې ډګرۍ ورکوي. زموږ په وطن کې دغه مشکل شته چې زیاتره ژباړونکي غیر مسلکي دي. مسلکي ترجمانان هېڅ نه لرو.»

ښاغلی ستانکزی د ګوګل شرکت لخوا د پښتو او نورو ژبو ترمنځ د ژباړې په اړه وايي چې هلته هم غیر مسلکي ژباړونکیو ډېرې تېروتنې کړې دي.

په افغانستان کې د کتابونو ترڅنګ فلمونه، ډرامې، اشتهارونه او کارتونونه هم پښتو او دري ته ژباړل کېږي خو تر اوسه داسې کومه اداره نه تر سترګو کیږي چې د ژباړو د کره والي او ایډیټ لپاره خپل خدمات وړاندې کړي، خو دم ګړۍ ته د ژباړونکیو پر استعداد او باور کیسه پر مخ روانه ده.

XS
SM
MD
LG