د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د افغان کريکټ پرمختيايي لوبډله وستایل شوه


د افغان پرمختیايي لوبډلې لپاره دغه ستاینغونډه د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ ختيځ کريکټ اکاډیمۍ کې د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه چې د کريکټ په سلګونو مینه والو په کې ګډون کړی و.

په ننګرهار کې ختيځ کريکټ اکاډيمي د افغان کريکټ پرمختايي لوبډلې په ویاړ چې په دې وروستيو کې يې له زمبابوي الف لوبډلې څخه له پنيخو څخه څلور میچونه ګټلي وو، د دغه لوبډلې پر کپتان شفیق الله شفق سربيره يې څو تنه نور لوبغاړي د یوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونه ونازول او په غاړو کې يې ورته د ګلونو امیلونه واچول.

د افغان پرمختیايي لوبډلې لپاره دغه ستاینغونډه د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ ختيځ کريکټ اکاډیمۍ کې د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه چې د کريکټ په سلګونو مینه والو په کې ګډون کړی و.

د ختيځ کريکټ اکاډيمۍ مشر عزیز خېوه وال وايي چې په دې خاطر يې دغه ستاینغونډه جوړه کړې وه چې د افغان پرمختیايي لوبډلې لوبغاړي د کریکټ مینه وال له نېږې نه وګوري:

(( د افغان کريکټ پرمختايي لوبډلې موږ ته خوشالي راوړې وه، نو ما وغوښتل چې دا لوبغاړي خلک له نېږدې نه وګوري، تشویق يې کړي، د خلکو مينه ورسره زیاته شي، نور خلک کريکت ته وهڅول شي، په دې خاطر ما دغه پروګرام راجوړ کړی و، او لوبغاړو ته مو ستاینلیکونه ورکړل او د اعزاز پګړۍ کپتان ته مو د اعزاز پګړۍ چې زموږ د کلتور يو اهم دود دستور دی، پګړۍ مو ورپه سر کړله.))

په ننګرهار کې د شینوارو د شپږو ولسواليو د سپورتي لوبو استازی رڼاګل شینواری وايي چې د کريکټ د لوبغاړو د نازولو سره د هغوی مورال نور هم قوی کيږي او تمه څرګندوي چې په راتلونکي کې به داسې نورې برياوې هم هېواد ته راوړي:

(( دا ډېره غټه خبره ده چې د افغانستان ای ټيم ولاړو او د زمبابوی ای ټيم ته يې ماتې ورکړه. دا د افغانستان لپاره يو ډېر غټ اعزاز و. ګڼ ننګرهار دلته ګورئ، لغمان نه په کې راغلي، کونړ نه په کې راغلي او تر نورستانه پورې ډېر خلک راغلي او دا خپل لوبغاړي يې ونازول.دې سره د دوی مورال نور هم قوي کېږي او انشاالله چې په راتلونکي کې به نورې غټې لاسته راوړنې هم ولري.))

د کريکټ یو تن مینه وال وايي چې د افغان کريکټ پرمختیايي لوبډلې د لوبغاړو په ليدو دومره خوشاله شوی چې په جامو کې نه ځایېږي:

(( نوم مې رحمان الله افغانزی دی، دومره خوشاله يم چې په جامو نه ځايېږم، ځکه چې همدا ملي لوبډله ده، همدا کريکټ دی چې موږ ته يې بریا راوړې ده، نه یوازې زه بلکې ټول ننګرهاریان او ټول افغانانو ورونو په شونډو موسکا خپره ده، او ټول ډېر زیات خوشاله دي چې زموږ الف لوبډلې زمبابوی ته ماتې ورکړله، په دې هیله چې دا راروان میچونه چې د افغانستان او زمبابوی د ملي لوبډلې تر منځ دي، دا هم افغانستان وګټي.))

دا چې د کریکټ د مینه والو مینه د لوبغاړو په روحیه څومره مثبته اغېزه کوي، د افغان کريکټ پرمختایي لوبډلمشر شفیق الله شفق دا پوښتنه دا رنګه ځوابوي:

(( دا د ټولو ولایتونو لپاره يو ډېر ښه اقدام دی، چې هغو هم د خپل ولایت لوبغاړي دغه شان وستایي، او دا يوه ډېره غټه لاسته راوړنه ده، زموږ د کريکټ د ځوانانو لپاره، ختيځ اکاډيمۍ چې کوم اقدام وکړو، د دې د لیدو سره به د نورو ولایتونو ځوانان هم د کريکټ لوبغاړي راوغواړي او دغه شان يې ونازوي.))



د افغان کريکټ پرمختايي لوبډلې، په زمبابوی کې د دغه هېواد د الف لوبډلې سره د جنورۍ په ۲۷ مه نېټه يو ورځنۍ پنځوس اوريزه لوبې پیل او د فیبرورۍ په پینځه نېټه پاتې ته ورسېدې چې په پينځو میچونو کې يې څلور میچونه د افغان کریکټ پرمختیايي لوبډلې ګټلي وو.


یاده دې وي چې د افغانستان د کريکت ملي لوبډله به په زمبابوی کې له کوربه هېواد سرهد پینځه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کوي چې لومړۍ هغه به يې د فیبرورۍ په شپاړسمه نېټه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG