افغانستان زمبابوی ته په ماتې ورکولو سره د پنځو پنځوس اووريزو لوبو دا سيالۍ وګټلې. زمبابوی نن په هراری ښار کې د افغانستان ۱۶۱ منډې پوره نه کړای شول. نن ټاس افغان لوبډلې وګاټه. دوی لومړی بيټينګ غوره وبلل.
د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د فرورۍ له ۲۷ تاريخ څخه د پوليو معذورونکې وايرس مخنيوي لپاره د ويکسينو کمپاين پيليږي. د چارواکو په خبره دې درې ورځني کمپاين کې به تر اوه لکو پورې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د ویکسينو دوه څاڅکې ورکړل شي.
د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو له حکومته غوښتنه کړې چې د تورخم او چمن لارې دې ژر تر ژره خلاصې کړي. د هغه په خبره د دې لارو تړل کېدو له وجې عامو خلکو ته زيان رسي. نوموړي سره غلام غوث خبرې کړې. دلته يې کتلی شئ.
د پاکستاني زيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز پرون اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي چې افغانستان سره تړلې لارې به بيا پرانيزي. نوموړي پرونيوو خبرو کې زياته کړه چې د تورخم او چمن لارې پاکستان کې د وروستيوو بريدونو وروسته، د وسله والو تګ راتګ مخنيوي لپاره تړل شوې وي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم او چمن لارې په لسمه ورځ هم بندې دي. دواړو خواوو ته ګڼ کسان ناست دي. د فرهاد شينواري په دې ويډيو کې تورخم ته پر لاره، په لواړګي کې لارې پرانيستو ته منتظر افغانان وينئ.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اين اېچ سي آر وايي چې په پاکستان کې ميشت د راجستر افغان کډوالو د بيرته ستنېدو لړۍ به د اپريل مياشتې په لومړۍ اونۍ کې پيل شي. تر دې مخکې اعلان شوی وو چې دا کار به د مارچ له مياشتې پيليږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني وزيراعظم د وروستیوو اندېښنو په غبرګون کې ويلي چې خپله خاوره به د ترهګرو استعمال ته پرينږدي. د دې وزارت وياند، شکيب مستغني نن ازادۍ ريډيو ته ويلي چې افغانستان به هيڅکله د ګاونډیو هيوادونو پرضد ونه کاريږي.
په اسلام اباد کې افغان سفير وايي هيله من دی چې د تورخم او سپین بولدک لارې په جزیي ډول نن د ناروغانو،ښځو او سپین ږیرو په مخ پرانيستل شي. د ولسمشر غني جګپوړي سلاکار او په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال ازادۍ راډیو ته وویل چې دا ژمنه پاکستاني چارواکو له ده سره کړې ده.
په خوست کې د میخانیکي انستیتیوټ دوو زده کوونکو د ناروغانو د بستر اتوماتیک کټ جوړ کړی، چې د بستر ناروغانو لپاره ځانګړې اسانتیاوې لري.
په دا وروستیو کې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې وسله وال بریدونه وشول او د روانې میاشت پر ۱۶مه په سېوڼ شریف کې د لال شهباز قلندر پر مزار تر ځانمرګي برید وروسته د پاکستان پوځ وویل چې ((د امنیتي وجوهاتو له کبله)) د ډېورنډ پر کرښه هر ډول تګ راتګ بندوي.
پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز کې د مساحت له پلوه د هغو پراخو ولایتونو څخه ده، چې د کتونکو په وینا د نفتو په ګډون نورې ګران بیه طبعي زیرمې لري
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته