د خوست یو شمېر قومي مخور، مدني فعالان او ځوانان د حکومت له چارواکو غواړي چې د کریکټ بورډ د پخواني رییس نسیم الله دانش د ګوښه کېدو لاملونه دې په ډاګه شي.
ماسکو په داسې حال کې د افغانستان په اړه د يوه بل کنفرانس تابيا نيسي چې په افغانستان کې اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش سر راپورته کړی او د يو شمېر خونړيو بريدونو مسوليت يې منلی دی.
کندز کې جګپوړي پوځي چارواکي د پامیر "۱" تصفیوي عملیات د پای ته رسېدو همدارنګه د پامیر "۵" په نوم د افغان ګډو ځواکونو د تصفیوي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.
د افغان پرمختیايي لوبډلې لپاره دغه ستاینغونډه د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ ختيځ کريکټ اکاډیمۍ کې د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه چې د کريکټ په سلګونو مینه والو په کې ګډون کړی و.
د افغانستان د جوزجان ولایتي چارواکي وايي چې داعش وسله والو په دغه ولایت کې د نړیوال سره صلیب شپږ کارکوونکي وژلي دي.
په کندهار کې یوه خاوند خپلې مېرمنې ته اور اچولی او هغه يې سوځولې ده. دغه ۳۵ کلنه مېرمن چې رازقه نومېږي اوس د کندهار میرویس روغتون د ښځو په واټ کې تر درملنې لاندې ده.
د خوست قومي مخور وايي، چې د پيژندل شویو مشرانو له منځه د یو داسې جرګې د جوړولو په لټه کې دي، چې په یاد ولایت کې د ولس د یووالي، د امنیت د خوندیتوب، قومي لانجو د حل او د دولت او ولس تر منځ د اړیکو په نږدې کولو کې عملاً کار وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي څانګې مسؤل محمد اسماعیل کاووسي مشال راډيو ته وویل چې د سترې محکمې مخې ته نننۍ چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې درې تنه هغه موټر تښتونکي يې نیولي، چې په نورو ولایتونو کې به يې د ګاډو غلاوې کولې.
د افغانستان د نورستان ولایت د برګیمتال ولسوالۍ په حفصي کلي کې د برف کوچ ( واورې ګټ د ښویېدو) له وجې پنځوس جسدونه راویستل شوي دي او دنورو جسدونو په راویستلو خلکو بوخت دي.
ځیني کارپوهان وايي اوس مهال په افغانستان کې د کتابونو مینه وال په بې ساري ډول زیات شوي دي. په پلازمېنه کابل کې د کتابونو لسګونه لوی مفشن پلورنځي جوړ شوي او خلک د خپلې خوښې مطابق کتابونه ترې اخلي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته