پر هغې درې ورځې مخکېخپل خاوند رحمتالله د کندهار ښار د کلا فصیل کوڅه کې د کورنۍ شخړې پر مهال پټرول شیندلي او بیايې اور ته پورې وهلې ده.
رازقه چې تازه د بېهوښۍ له حالته وتلې د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې له ډېره وخته يې په کور کې له خاوند سره تاوتریخوالی درلود.
نوموړې وايي، د کورني لګښت لپاره یې په پردیو کورونو کې مزدوري کوله خو بیا هم د مېړه له ښه چلند سره مخ نه شوه.
رازقه چې د پنځو زامنو او څلور لوڼو مور ده وايي، خاوند يې بېکاره دی او کله يې چې له دې څخه پيسې وغوښتې او دې ورنهکړې نو هغه لومړی تېل پرې وپاشل او بیا يې اور ور واچوه.
رازقه وايي:
"سهار وختي مې چای اېشوه اور ته ناسته وم چې راغی ستليې د تېلو ډک کړی و، راباندې وېېپاشه ما منډه کړه، د باران په اوبو کې پرېوتلم."
د رازقي تر ټولو لویه هیله د هغې روغتیا او عدالت غوښتنه ده.
په عین وخت کې روغتیايي کارکوونکي وايي چې د رازقې بدن ۶۰ فیصده سوځېدلی دی.
د میرویس روغتون د سوځېدلو څانګې مسؤل محمد ویس مشال رادیو ته وویل چې د هغې وضعیت د ډاډ وړ دی.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ خپل صحي خدمات ورته پیل کړي، د مریض عمومي وضعیت اوس ښه دی او په راتلونکي کې به تر دې هم ښه شي."
چارواکي وايي، د سوځول شوې ښځې خاوند تښتېدلی خو پولیسیې د نیولو هڅې کوي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک مشال راډیو ته وویل چې د ښځې خپلوانو او پولیسو په ګډه د نوموړي د نیولو هڅې پیل کړې دي.
راپور: محمد صادق رښتینی