د پنجشنبې په ورځ د خوست سلګونو اوسیدونکو د یوې غونډې او وروسته د یو سوله ییز لاریون له لارې د پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د افغانستان پر سرحدي سیمو کې دې پر ملکي وګړو راکټي حملې ودروي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي،د کابل د چارشنبې ورځې د دوو غبرګو بریدونو د وژل شوی شمېر ۲۲ تنو ته ورسېد.
د افغانستان ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالله حبیبي وايي، چې افغان ځواکونه د ژمي په دې شپو ورځو کې د نوي جنګي فصل لپاره پر تیاریو بوخت دي.
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د هوايي برید په پايله کې څلور مهم وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کابل په ختیزه برخه ارزان قیمت سیمه کې چې،دوولسمه امنیتي حوضه ده، هم دوو وسله والو چې غوښتل یې امنیتي حوضې ته ولاړ شي، خو تر پېژندلو پس وژل شوي دي.
یوه پولیس چارواکي مشال راډیو ته وویل چې دا وخت له پوځي اکاډمۍ سره نېږدې په شپږمه امنیتي ناحیه کې ډزې روانې دي.
د ننګرهار د بېلابېلو قومونو مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د خاورې نه د ساتنې تر عنوان لاندې د يوې غونډې په ترڅ د خپلو ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ او یو شمېر سرتېرو ته يې ګلونه په غاړه واچول.
د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي، د تورخم او چمن لارو تړل کېدو دوه اړخيزه تجارت اغېزمن کړی دی.
په جلال اباد کې د ختيځو ولایتونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازو په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان په دولتونو غږ وکړ چې د تورخم دروازه دې د سوداګريزو چارو پر مخ خلاصه کړي او په هغه تړون دې له سره غور وشي چې د دواړو ملکونو د سوداګریزو چارو په هکله حکومتونو لاسليک کړی دی.
د سېشنبې په ورځ د خوست سلګونو اوسیدونکو چې په ترکیب کې يې قومي مخور، مدني فعالان او د ولایتي شورا یو شمېرغړي شامل ول، په یوه غونډه کې ځايي اداره په فساد او د ځمکو په چور او تالان تورنه کړه.
د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمدي محمدي د افغانانو د امنیت، عزت او مال په ساتنه کې د امنیتي منسوبینو قربانۍ وستایلې او ويې ویل چې علماء د سرتیرو په تکلیف خوابدي کیږي.
ملا عبدالسلام چې په کندوز ولایت کې د طالبانو یو مشر وو، وړاندې یې هم څو واره د مرګ خبرونه مخې ته راغلي وو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته