خوست چې نسبتاً معتدله اب و هوا لري او ژمی يې ډېر سوړ نه وي، نو سپرلی يې هم د سړو سیمو په پرتله مخته راځي او خلک يې د نوروز تر شپو ورځو نیالګي کېنوي.
په خوست کې د ښوونیزو او روزنیزو ادارو همدارنګه د مسلکي او اکاډمیکو مرکزونو د فعالیتونو په پراخیدو سره کتاب خوښوونکي ډېر شوي او په ښار کې د کتاب پېر او پلور هم زیات شوی دی.
يوې باوري دولتي سرچينې د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون يوشمېر څارنوالانو له دوستم څخه غوښتي ول، خپل ساتونکي امنيتي ځواکونو ته د پلټنو لپاره وسپاري.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې په خپره کړې اعلاميه کې ويل شوي چې د پوځ لوى درستيز خپلو امنيتي ادارو ته امر کړى چې ...
اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال وايي د پاکستاني پوځ مرکز او بهرنيوو چارو وزارت ته يې هغه لیست سپارلی دی چې پکې افغانستان کې ترهګریزو بريدونو کې ښکېلو د ۸۵ ترهګرو او د وسله والو ۳۲ مرکزونو نومونه ليکل شوي دي. د هغه په وينا دغه کسان او مرکزونه پاکستان کې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ په «اي. پي. اېل» سیالیو کې د دوه افغان لوبغاړو اخیستل د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې ستره ...
د ننګرهار د کار او ټولنېزو چارو رييس عبدالحکیم شیرزاد وايي چې دوی په نهو بېلابېلو فني او کسبي کارونو کې روزلي او د کار مارکېټ ته يې وړاندې کړل.
مظاهره د پولیسو په امنیتي بدرګه کې د کرهالې له کلي سهار نهه بجې پیل شوه او بیا د شهیدانو چوک ته ورسېده.
د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو په سلګونو قامي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د یوې غونډې په ترڅ کې له دولته وغوښتل چې د ننګرهار په سرحدي ولسواليو د پاکستاني ملېشې له خوا د راکټي بريدونو مخه ونیسي.
ولسمشر غني پرون شپه د مونشن یا مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس ته د وینا په وخت د افغانستان جګړه یوه پېچلې او د دولت له دولت سره نا اعلان شوې جګړه یاده کړه او زیاتهیې کړه چې دا هېواد په یوه کورنۍ نه بلکې پېچلې جګړه کې ښکېل دی.
د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت پرون ماسپخين د پاکستان سفير له هغې وروسته وروغوښت چې د افغان چارواکو په خبره پاکستاني ځواکونو په ننګرهار او کونړ راکټونه ويشتلي او ولسي خلکو ته يې زيان اړولی دی.
پاکستان کې دځینو سیاسي ګوندونو مشرانو د ترهګرۍ ضد نيشنل ایکشن پلان او د تازه ترهګر بریدونو وروسته د تورخم او چمن پولو په تړلو نیوکې کړې دي. خيبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر امیر حيدر خان هوتي وايي د لارو تړلو سره ستونزه نه حل کيږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته