د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وايي، په افغانستان کې امن و سوله د نورو هېوادونو په پرتله د پاکستان...
د خوست د تریزیو او علي شیرو سرحدي ولسوالۍ اړوند د هارونخېلو اوسیدونکي وايي، د دوی پر سړک باروړونکي او د سپرلیو ګاډي تر سرحده تګ او راتګ کوي، خو د سیلابونو د راوتو له کبله دا لاره په ساعتونو، ساعتونو بنده وي.
په هوټل کې د پنجشنبې پر ورځ د بلخ والي عطا محمد نور د کارونو ستاینغونډه کېده. یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، په برید کې د کابل د څلورمې امنیتي حوزې د ټولي د قومندان په ګډون شپږ پولیسان وژل شوي.
د اسټريليا اقتصاد او امنيت انسټيټوټ يوې ادارې، د بشريت لپاره لید لوری يا (Vision for Humanity) د نومبر په پنځلسمه خپل رپورټ کې ويلي چې په ۲۰۱۶ کال کې ترهګرۍ د نړۍ ډېرو ځپلو هېوادونو کې افغانستان دوهم او پاکستان پنځم نمبر دی.لومړی هغه عراق ښودل شوی.
د افغانستان د نشیي توکیو ضد وزارت او د نشو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو څانګې نن په یو ګډ راپور کې ویلي دي چې روان کال په دې هېواد کې د اپیمو پیداوار ۹۰۰۰ ټنه ته رسېدلی دی.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد وايي په افغانستان کې د دایمې سولې او ثبات رامځته کولو په باب د افغان حکومت پالیسي سیاسي حل لارهده اوهمدۍ پالیسي ته په کتو یادې شورا هڅې روانې کړي، چې وسلوالو طالبانو سره مخامخ خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.
نن د دوشنبې په ورځ د خوست د مرکز اړوند په لکڼو کې د نور کانال د جوړولو ودانیزې چارې پیل شوې.
په داسې حال کې چې پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزنو سیمونو د غځېدو لړۍ پیل کړې، د افغانستان د ...
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي،د ملي امنيت منسوبینو د وسلو يوې لویې زېرمې په راسپړلو او جوتولو سره یې د ترهګرو کړو مخه نيولي ده.
په خوست کې مدني فعالان، د رسنیو استازي او د ولایتي شورا غړي وايي، تر هغه چې رسنۍ، ولایتي شوراګانې، ټولنیز سازمانونه او مدني ټولنې په خپلو کې پوره همغږي او همکاري ونلري، نشي کولای ځنو مهمو ټولنیزو ستونزو او د خلکو غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.
د ګونګیانو په ټولنه کې زیات شمېر کسان داسې دي چې بال بچ او کورنۍ ورتر غاړې دي، دوی له حکومت نه غواړي چې د کار کولو زمینې ورته برابرې کړي
د جمعې په ورځ په خوست کې حیدرخېل ادبي بهیر څوارلس هغه ښوونکي او استادان چې د خپل ژوند ډېره برخه يې د نوي نسل په ښوونه او روزنه کې تېره کړې او خپلې دندې يې په ښه ډول ترسره کړي دي په ستاینلیکونو او عزازي لونګیو وستایل.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته