د افغانستان د نشۍ موادو ضد وزارت او د نشو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو څانګې نن په یو ګډ راپور کې ویلي دي چې په دې هېواد کې د پروسږ کال په نسبت سږکال د اپیمو پیداوار ۸۷ فیصده ډېر شوې دی.
دوی زیاتوي چې سږ کال د اپیمو پیداوار ۹۰۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
د راپور اعلانولو پر وخت د ملګرو ملتونو د یادې څانګې مشر یوري فیدوتوف په یوه لیکل شوي بیان کې ویلي، دا ډېره مهمه ده چې نړیواله ټولنه او افغانستان د نشيي موادو د قابو کولو لپاره خپل لومړیتوبونه له نوې سره وټاکي او دا ومني چې د دې نړیوالې ستونزې په هوارولو کې هر هېواد باید خپله برخه کردار ادا کړي.
په افغانستان کې تر ټولې نړۍ زیات کوکنار کرل کېږي چې بیا ترې اپیم او هیروین اېستل کېږي.